د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت عمران خان ته حکم کړی چې د سپتمبر پر اتمه بيا خپل ځواب جمع کړي


پخوانی وزیراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان
پخوانی وزیراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان

اسلام اباد های کورټ د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران ته حکم کړی چې يوې ججې ته د ګواښ کولو او عدالت ته د سپکاوي په کيس کې دې د سپتمبر په اتمه بيا ځواب جمع کړي.

د اګست په ۳۱مه، د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس په مشرۍ پينځه کسيزه بېنچ د دې کېس اورېدنه وکړه. که څه هم معلومه نه ده چې د عمران خان لخوا په جمع کړل شوي ځواب کې څه ويل شوي خو عدالت وېلي دي چې هغه ترې مطمين نه دی.

پر عمران خان تور دی چې هغه یوې ججې ته ګواښ کړی او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی. نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي وو چې د هغه د ګوند يو نيول شوي سیاستوال، شهباز ګېل ته د جسماني ريمانډ ورکونکې اېډيشنل ښځينه ججې زېبا چودري خلاف به کاروايي کوي او د هغې خلاف به مقدمه جوړوي.

عدالت له عمران خان غوښتي چې د دغه بيان وضاحت وکړي. شهباز ګيل د اګست پر ۱۲مه عدالت ته ویلي وو چې پر هغه د پلټنو پر مهال تشدد شوی دی خو د اسلام اباد پوليسو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي. نوموړی په پاکستاني پوځ کې د بغاوت د خپرولو په تور په زندان کې دی.

د اسلام اباد پولیسو هغه له يو شخصي ټيليويژن اې ار وای سره تر هغې مرکې وروسته ونيو چې نوموړي پکې ويلي وو چې د پاکستان د پوځ سرتېري دې د خپلو مشرانو افسرانو هغه امرونه نه مني چې هغوی یې په غيرقانوني ډول د عمران خان خلاف ورکوي. پولیسو دا خبرې په پوځ کې د "بغاوت" کولو د يوې هڅې په توګه واخیستې او نوموړی یې ونيو.

د اګست پر ۱۹ مه نېټه د شهباز ګېل يوه ويډيو مخې ته راغلې وه چې نوموړي پکې له زندانه روغتون ته لېږدول کېږي چې پکې ښکاري چې هغه ژاړي او له سابندۍ شکايت کوي.

عمران خان د اګست په ۲۴مه په بهاولپور کې د تحريک انصاف غړو ته د يوې جلسې په وخت وويل چې پولیس د نوموړي ګوند د سیاستوالو سره تعصبي چلند کوي. هغه د ګيل یادونه وکړه او يو ځل بیا یې تور پورې کړ چې "په زندان کې له هغه جامې ایستل شوې وي او جنسي تشدد ورسره شوی دی."

خو د اسلام اباد پولیسو ويلي چې له ګيل څخه پوښتنې او تحقیقات په مسلکي توګه پر مخ تللي دي البته په دې اړه به پلټنې وکړي چې ایا له هغه سره کوم تشدد شوی که څنګه.

XS
SM
MD
LG