د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټومي انرژۍ نړيواله اداره: د زپورېژیا اټومي بټۍ وضعيت د زغملو نه دی


د زپورېژیا اټومي برېښناکوټ د ودانۍ بهرنۍ ساحه - پخوانی انځور
د زپورېژیا اټومي برېښناکوټ د ودانۍ بهرنۍ ساحه - پخوانی انځور

د اټومي انرژۍ نړيواله اداره وايي، د اوکراين د زپورېژیا اټومي برېښناکوټ اوسنی وضعیت د زغملو نه دی او د اټومي حادثې د مخنيوي لپاره په بیړنۍ توګه موقتي اقداماتو ته اړتیا ده.

په دې اړه د راپور تر خپرېدو څو ساعته وروسته د سېپټېمبر پر شپږمه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په خپله وينا کې خبرداری ورکړ چې "موږ له اور سره لوبې کوو او ډېره، ډېره ويجاوړنکې پېښه کېدای شي."

د ملګرو ملتونو د اټومي څارونکو په راپور کې پر روسيې او اوکراين غږ شوی چې د اټومي بټۍ شاوخوا دې "د اټومي خونديتوب او امنيتي زون جوړ شي."

په راپور کې دواړو هېوادونو ته ويل شوي چې د بټۍ په شاوخوا سيمو کې دې بمباري په سمدستي توګه ودروي.د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې دا راپور تر هغې وروسته خپور کړی دی چې د ملګرو ملتونو څارونکي په وروستيو کې برېښناکوټ ته ورغلل. د زپورېژیا اټومي برېښناکوټ روسیې قبضه کړی او تخنیکي کارکوونکي يې اوکراینيان دي.

د انرژۍ نړيوالې ادارې ويلي چې په بېړنۍ توګه د يوې امنيتي سيمې جوړولو په هدف سمدستي خبرو پیلولو ته چمتو ده.

اخوا د اوکراين ولسمشر ويلي چې که د امنيتي سيمې جوړولو هدف بټۍ او شاوخوا سيمه له پوځونو څخه پاکول دي نو په دې صورت کې يې اوکراين ملاتړ کولای شي. خو د روسيې سفير ويلي چې د خوندي سيمې جوړولو وړاندیز جدي نه دی او د ده په خبره، اوکراينيان به په سمدستي ورننوځي چې له کبله به يې هر څه وران شي.

بلخوا د اوکراين پوځ دعوه کړې چې د خارکيف ښار په شاوخوا کې یې هغه ملېشو ته درنه مرګ ژوبله اړولې چې د روسيې لپاره جنګېږي.

د اوکراين پوځ د سېپټېمبر پر اوومه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د هغو ملېشو ۴۰ فیصده یې يا "وژل شوي او يا سخت زخميان" دي خو کره شمېر یې نه دی ورکړی.

روسيې د فېبرورۍ په مياشت کې پر اوکراين يرغل کړی وو. د اوکراين پوځ وايي چې "يرغلګرو" اوس په ختيځ کې د ټول دونېڅک سيمې د نيولو هڅې تېزې کړې او د خارکيف ښار د نیولو هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG