د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان وايي د اوکراين د اېټمي بټۍ د کشالې د هواري لپاره مینځګړتوب ته تیار دی


اردغان د اګست پر ۱۸مه په اوکراین کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال.
اردغان د اګست پر ۱۸مه په اوکراین کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې انقره د اوکراين اېټمي بټۍ په اړه د کړکېچ په هوارولو کې مینځګړتوب کولی شي.

دا خبره اردغان له پوتين سره د سېپټېمبر پر درېيمه په ټېلېفوني خبرو کې کړې. د نوموړي دفتر په بیان کې ویلي چې د مسکو ځواکونو تر کنټرول لاندې د اوکراین زپورېژیا اېټمي بټۍ لانجې په حل کې مینځګړتوب ته تيار دي.

په جولای کې د روسیې او اوکراين چارواکو د ملګرو ملتونو او ترکيې په مینځګړيتوب تړون لاسليک کړی وو چې هدف يې له اوکراینه د نړۍ بېلابېلو برخو ته د غلې د لېږد اجازه ترلاسه کول ول.

تېره میاشت اردغان د اوکراین د سفر پر مهال له ولسمشر وولودومیر زېلېسنکي سره په خبرو کې د اېټمي ناورین د خطر خبرداری ورکړي وو.

اردغان زیاته کړې وه چې انقره اندېښمنه ده او نه غواړي چې د چرنوبېل په شان یو بل ناورين راشي. نوموړي وويل چې د روسيې او اوکراینیو ځواکونو پر یو بل پر بټۍ د توغندیو د توغولو تورونه پورې کړي چې د احتمالي اېټمي ناورین په اړه یې اندېښنې زېږولې دي.

د اېټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې پلټونکو روانه اوونۍ سیمې ته د سفر پر وخت د بټۍ د ودانۍ د زيانمنېدو ويره څرګنده کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG