د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د اېټمي وسلو د څار اداره وايي، په زاپورژیا کې کار جاري ساتي


دا په داسې حال کې ده چې د زاپورژیا په نامه د اوکراین له هغسې سیمې د سختې جګړې رپورټونه دي چې اوسمهال د روسیې تر واک لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د زاپورژیا په نامه د اوکراین له هغسې سیمې د سختې جګړې رپورټونه دي چې اوسمهال د روسیې تر واک لاندې ده.

د ملګرو ملتونو د اېټمي وسلو د څار اداره وايي، د جګړې پر راپورونو سربېره به یې څارونکي د اوکراین په زاپورژیا کې کار جاري وساتي.

د یادې ادارې مشر ویلي چې دا شپږ څارونکي به راتلونکې اوونۍ د سیمې د خوندیتوب په اړه یو رپورټ خپروي.

دا په داسې حال کې ده چې د زاپورژیا په نامه د اوکراین له هغسې سیمې د سختې جګړې رپورټونه دي چې اوسمهال د روسیې تر واک لاندې ده.

د زپوريژيا اېټمي بټۍ ته د ورغلي ۱۴کسیزه پلاوي مشري کوونکي رافایل ګراسي د سېپټېمبر پر دویمه ویلي چې راتلونکې اوونۍ به په زپوريژيا اېټمي بټۍ کې د ملګرو ملتونو د ایټمي وسلو د څار ادارې د مامورینو شمېر دوو ته کښته کړل شي او هغوی به هلته تر اوږدې مودې پاتې شي.

د اوکراین پوځ ویلي چې د زاپوريژيا اېټمي بټۍ ته نېږدې په اينرهودار ښارګوټي کې یې د روسیې پر پوځي پوستو هوايي بریدونه کړي دي.

په دې وروستیو اوونیو کې دواړو غاړو پر یو بل تورونه پورې کړي دي چې مقابل لوري پر اېټمي مرکز بمباري کړې ده. دې کار د اېټمي ناورین وېره رامنځته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG