د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين د برتانیا له نوې وزیراعظمې د ملاتړ جاري ساتلو غوښتنه کړې


ليز ټرس د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې د اوکراين په پلازمېنه کېيف کې
ليز ټرس د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې د اوکراين په پلازمېنه کېيف کې

د اوکراین ولسمشر وولودومير زېلېنکسي تمه ښودلې چې د برتانيا نوې لومړۍ وزیره، ليز ټرس، به د مخکني وزیراعظم په څېر د روسيې د بې پاروونکي یرغل پر وړاندې د کیيف د جګړې ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي.

اوکرایني ولسمشر زېلېنکسي ويلي، ليواله دی چې له ۴۷ کلنې ليز سره همکاري پیل کړي.

زېلېنکسي د سپتمبر پر پینځمه شپې مهال په وینا کې وویل، دی باوري دی چې دوی به د خپلو ملتونو د دفاع او د روسيې د تخریبي هڅو د ماتې په برخه کې په ګډه د لا ډېر څه کولو وړتیا ولري.

ليز ټرس چې د بورس جانسن د وزیراعظمۍ پر مهال د برتانيا د بهرنيو چارو وزیره وه، د سپتمبر پر پینځمه نېټه د دې هېواد د لومړۍ وزيرې په توګه تاييد شوه.

ليز ټرس د واکمن کنزروېټیو ګوند په ټاکنو کې د مالیې پخواني وزیر رشي سونک ته ماتې ورکړه.

د بورس جانسن په واکمنۍ کې برتانيا د اوکراین ځواکونو ته پوځي سامان، پیسې او روزنيز وسايل ورکړي ول.

XS
SM
MD
LG