د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایشيا کرکټ‌کپ: پاکستان هند ته ماتې وکړه


د هند ويرات کوهلي رن اوټ شو

پاکستان د کرکټ په شل اووریزه ایشيا کپ کې هند ته په ۵ ويکټو ماتې ورکړه.

د سپتمبر په څلورمه، په دوبۍ کې شوې دې سیالۍ کې پاکستان د هند د ۱۸۲ رنزونو هدف په شلم اوور کې پوره کړ. د پاکستان لخوا، محمد رضوان تر ټولو ډير ۷۱ رنزونه وکړل. محمد نواز په بېټينګ کې ۴۲ رنزونه وکړل او د بالينګ په وخت یې دوه ویکټې واخیستې.

په دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ هند وکړ او په شل اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۸۱ رنزونه جوړ کړل. د هند لخوا ويرات کوهلي تر ټولو ډير ۶۰ رنزونه وکړل.

محمد رضوان
محمد رضوان

رضوان د لوبې په پای کې وويل چې که څه هم هند ډير رنزونه کړي وو خو دوی ته معلومه وه چې که ويکټې ولري نو لوبه به وګټي. "موږ همدا پلان پر مخ يووړ. موږ خبر وو چې موږ سره تيز توپ وهونکي (بېټرز) شته دی او هر څومره ډير رنزونه چې پاتې شي، کولی یې شو."

د ایشیا کپ لوبې د اګست پر ۲۷مه په متحده عرب اماراتو کې د پاکستان، افغانستان، هند، سرېلنکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلو په ګډون پيل شوې. دا لوبډلې په دوو ډلو ويشل شوې وې. په یوه ډله کې افغانستان، سري لنکا او بنګله دېش او په بله ډله کې پاکستان، هند او هانګ کانګ شامل وو.

د اتلولۍ دويم پړاو ته څلور لوبډلې ووتلې چې پاکستان، افغانستان، هند او سري لنکا دي. د دې پړاو لومړۍ لوبه د سپتمبر په درېيمه سري لنکا له افغانستانه وګټله.

د دې پړاو درېيمه سیالي به د سپتمبر په شپږمه د سري لنکا او هند ترمینځ کېږي چې ټاکل شوې چې د پېښور پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شي.

تر ټولو غوره څلورو لوبغاړو کې چې کومې دوه لوبډلې مخکې سر ته ورسيږي، هغه به فاینل يا پيلوبې ته سره ووځي. د اېشيا کپ فاينل به د سپتمبر پر ۱۱مه وشي.

XS
SM
MD
LG