د اېشیا کپ په نوم د ۲۰ اووریزه کرکټ اتلولۍ د اګست له ۲۷مې په متحده عرب اماراتو کې پېلېږي.
ټاکل شوې چې په لومړۍ سیالۍ کې د افغانستان او سري لنکا ملي لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.
په متحده عربي اماراتو کې په پیلېدونکې اتلولۍ کې د یادو دوو هېوادونو ترڅنګ د پاکستان، هند، بنګلادېش او هانګ کانګ لوبډلې برخه اخلي.
د اګست پر ۲۸مه د پاکستان او هند ترمینځ سیالي کېږي. د اېشیا کپ اتلولي په وروستي ځل په ۲۰۱۸ز کال کې شوې وه.
هغه کال جام هندۍ لوبډلې ګټلی وو. ټاکل شوې چې د سږنۍ سیالۍ پایلوبه د سېپټېمبر پر ۱۱مه وشي.