د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایشيا کپ: هند هانګ کانګ ته ماتې ورکړه


ويرات کوهلي او سوريا کمار يادو د هند لپاره ډير رنزونه وکړل
ويرات کوهلي او سوريا کمار يادو د هند لپاره ډير رنزونه وکړل

په شل اووریز ایشيا کرکټ کپ سیاليو کې هند په خپله دوهمه لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه.

د اګست په ۳۱مه، په دوبۍ کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ هند وکړ او په شل اوورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۹۲ رنزونه جوړ کړل. د هند لخوا سوريا کمار يادو ۶۸ او ويرات کوهلي او ۵۹ رنزونه وکړل. یادو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د هانګ کانګ لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۵۲ رنزونه وکړل او لوبه یې په ۴۰ رنزونه وبایلله. هند تر دې مخکې پاکستان ته ماتې ورکړې وه. د دې لوبې تر ګټلو وروسته، هند د څلور غوره لوبډلو پړاو ته لار پيدا کړه. افغانستان هم خپلې دوه سیالۍ ګټلې او دې پړاو ته وتلی دی.

د ایشیا کپ لوبې د اګست پر ۲۷مه پیل شوې دي چې د پاکستان، افغانستان، هند، سرېلنکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې پکې ګډون کوي. دا لوبډلې په دوو ډلو ويشل شوې دي. په یوه ډله کې افغانستان، سرېلنکا او بنګله دېش دي او په بله ډله کې پاکستان، هند او هانګ کانګ شامل دي.

د دوی ترمنځ به په دوو پړاونو کې ټولې ۱۲ لوبې وي. پايلوبه يا فاينل به د سپتمبر په ۱۱مه ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG