د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د کرکټ اسیا کپ په لړ کې پاکستان ته ماته ورکړه


د اسیا کپ لوبې د اګست پر ۲۷مه پیل شوې دي چې د پاکستان، افغانستان، هند، سري لنکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې پکې برخه اخلي.
د اسیا کپ لوبې د اګست پر ۲۷مه پیل شوې دي چې د پاکستان، افغانستان، هند، سري لنکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې پکې برخه اخلي.

د هند کرکټ لوبډلې د اسیا کپ په دویمه لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته په پنځه وکټونو ماته ورکړه.

د هند او پاکستان ترمنځ د اسیا کپ په لړ کې د اګست پر ۲۸مه د دوبۍ په میدان کې لوبه وشوه.

د هند لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته پاکستان ته بلنه ورکړه چې لومړی بېټنګ وکړي. د پاکستان ټول لوبغاړي په داسې وخت کې د ۱۴۷ منډو له جوړولو وروسته اوټ شو چې یو بال لا پاته وو.

په ځواب کې د هند لوبډلې تر دلچسپه لوبه وروسته ورکړل شوی هدف په داسې وخت کې ترلاسه کړ چې دوه باله لا پاته وو.

د اسیا کپ لوبې د اګست پر ۲۷مه پیل شوې دي چې د پاکستان، افغانستان، هند، سري لنکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې پکې برخه اخلي.

دا شپږ لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي. په یوه ډله کې افغانستان، سري لنکا لو بنګله دېش دي او په بله ډله کې پاکستان ، هند او هانګ کانګ شامل دي.

د دوی ترمنځ به په دوو پړاونو کې ټولې ۱۲ لوبې وي چې د پای لوبه به یې د سېپټمبر پر ۱۱مه ترسره کېږي.

د دې ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د سري لنکا لوبډلې ته په اته وکټونو ماته ورکړې وه.

د کرکټ اسیا کپ له ۱۹۸۳م کاله تر اوسه ۱۳ ځله تر سره شوی دی چې شپږ ځله هند، پنځه ځله سريلنکا او دوه ځله پاکستان ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG