د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد نبي وايي د خراب فیلډېنګ له وجې یې لوبه وبایلله


د سري لنکا لوبغاړي او افغان لوبډلمشر محمد نبي د سېپټېمبر پر درېیمه تر سیالۍ وروسته له لوبغالي روان دي.
د سري لنکا لوبغاړي او افغان لوبډلمشر محمد نبي د سېپټېمبر پر درېیمه تر سیالۍ وروسته له لوبغالي روان دي.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشر محمد نبي د شل اووریزه اېشیا کرکټ کپ د څلورو غوره لوبډلو د پړاو په لومړۍ سيالۍ کې له سري لنکا څخه تر ماتې وروسته ویلي چې لوبه یې د خراب فیلډېنګ له وجې بایللې ده.

نبي د سېپټېمبر پر درېيمه په شارجه کې تر سيالۍ وروسته وويل چې که لوبغاړو یې کیچونه نه وای پرېښي، لوبه یې ګټلای شوه.

د شنبې یا خالي پر ورځ په سیالۍ کې سري لنکا، افغانستان ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.

افغانستان په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ رنز جوړ کړل چې سري لنکا په ۲۰م اوور کې د شپږ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړل.

افغان لوبغاړو تر ۱۵م اوور پورې تېزه لوبه وکړه خو په اخري پينځو اوورونو کې یې يوازې ۳۷ منډې وکړې او ۵ وېکټې یې له لاسه ورکړې.

د افغانستان له خوا رحمان الله ګربز په ۴۵ بالونو یا توپونو ۸۴ رنز وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. ګربز د غوره جایزې د اخیستو پر وخت وويل چې د لوبې پر بايللو خفه دی. هغه زیاته کړه چې لوبډلې یې لږترلږه ۲۵ منډې کمې وکړې.

محمد نبي هغو کيچونو ته اشاره وکړه چې افغان لوبغاړو کريم جنت او سميع الله شينواري و نه شوای نیولی. نبي تر لوبې وروسته وويل چې که هغه کیچونه نیولی شوی وای نو د لوبې نتیجه به بدله وه. افغانستان د دې سياليو په مخکيني پړاو کې سري لنکا ته ماتې ورکړې وه.

د اېشیا کپ یا اسیا جام سیالۍ د اګست پر ۲۷مه پیل شوې دي چې د پاکستان، افغانستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش او هانګ کانګ لوبډلې پکې ګډون کوي.

د اتلولۍ دويم پړاو ته څلور لوبډلې وتلي چې پاکستان، افغانستان، هند او سري لنکا دي. د دې پړاو دویمه سیالي د سېپټېمبر پر څلورمه د پاکستان او هند ترمینځ کېږي چې ټاکل شوې چې د پېښور پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شي. د اېشيا کپ پايلوبه يا فاينل به د سېپټېمبر پر ۱۱مه کېږي.

XS
SM
MD
LG