د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې سېلابونو څارويو ته سخت زيان رسولی


خيبر پښتونخوا کې سېلابونو څارويو ته سخت زيان رسولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00

د خيبر پښتونخوا د مالدارۍ محکمې مشر ډاکټرعالم زيب ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا کې سيلابونو څارويو ته هم سخت زيان رسولی دی. نوموړي د سېپټمبر پر دوېمه مشال راډيو ته وويل چې ۶۵۰۰ غواګانې، ۳۰۰۰ میښې، ۷۵۰۰ ګډان او ۵۵۰۰ بيزې سيلابونو لاهو کړي دي. د ده په خبره په ټوله صوبه کې ۱۸۰۰۰ د چرګانو فارمونه هم اغېزمن شوي دي. نوموړی دا خبره په داسي حال کې کوي چې په پاکستان کې د سېلابونو له وجې د وژلو شویو کسانو شمېر له ۱۲۰۰ نه اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG