د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي روسیې د خپلواکۍ پر ورځ ۱۵ اوکراینيان وژلي


یوه اوکراینۍ ښځه د خپلواکۍ پر ورځ د روسیې په یرغل کې د وژل شويو سرتېرو د قبرونو په منځ کې ناسته ده - د اګست ۲۴مې انځور.
یوه اوکراینۍ ښځه د خپلواکۍ پر ورځ د روسیې په یرغل کې د وژل شويو سرتېرو د قبرونو په منځ کې ناسته ده - د اګست ۲۴مې انځور.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، د اوکراین د خپلواکۍ د کلیزې پر ورځ د روسیو ځواکونو د میزایلو په حمله کې لږترلږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.

هغه ويلي چې حمله د اګست پر ۲۴مه هغه مهال په دنیپروپېتروفسک سیمه کې شوې چې اوکراینیانو د خپلواکۍ ورځ لمانځله.

زېلېنسکي چې د اګست پر ۲۴مه یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته د ويډيو له لارې خبرې کولې، زیاته کړه چې د اوکراین په مرکزي برخه کې د اور ګاډي پر یوه تمځي د روسیې په حمله کې شا و خوا ۵۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

روسیې د فبرورۍ په مياشت کې پر اوکراين يرغل وکړ چې له وجې یې دواړو خواوو ته ګڼ سرتېري وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG