د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عرب اماراتو ویلي سفیر به یې ژر ایران ته ستون شي


د متحده عربي اماراتو ولسمشر شېخ محمد بن زېد النهیان. (د ۲۰۲۲ز کال د ۱۶مې جولای عکس)
د متحده عربي اماراتو ولسمشر شېخ محمد بن زېد النهیان. (د ۲۰۲۲ز کال د ۱۶مې جولای عکس)

متحده عربي اماراتو ويلي چې سفير سیف محمد الزعابي به په راتلونکو ورځو کې ايران ته ستون شي.

دا تر هغې څه د پاسه شپږ کاله وروسته ده چې دې هېواد له ايران سره د تعلقاتو کچه راټېټه کړې وه.

د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د اګست پر ۲۱مه په بیان کې ويلي چې د سفير ستنول يې له ايران سره د اړيکو د پیاوړي کولو د هغو هڅو برخه ده چې له مخې يې دواړه هېوادونه خپلمینځي او د سيمې په کچه مشترکه ګټې ترلاسه کړي.

هغه هېواد له تهران سره د اړيکو کچه له هغې وروسته ټيټه کړې وه چې کله په ۲۰۱۶ز کال کې سعودي عرب له ایران سره خپل تعلقات پرې کړل.

ریاض دا ګام تر هغې وروسته پورته کړی وو چې د سعودي عرب له خوا د يوه مشهوره شيعه عالم تر پانسۍ کېدو وروسته په تهران کې پر سعودي سفارت خانه حمله شوې وه.

شیعه اکثريته ايران او سني اکثريته سعودي عربستان د تعلقاتو د رغولو په خاطر د ۲۰۲۲ز کال له اپرېل مياشتې راهیسې څو ځله مذاکرات کړي دي.

تېره اوونۍ کويت هم له ۲۰۱۶ز کاله وروسته په لومړي ځل خپل نوی سفير د تهران لپاره وګوماره.

کویت هم له هغې وروسته خپل سفير وربللی وو چې کله ریاض له خپل سیمه ييز رقيب یعنې ايران سره اړیکې شلولې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG