د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر وايي له اوکراينه د غلې برامدات دوام لري


د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش د اګست پر ۱۹مه په اودېسا بندر کې د غلې لېږد څاري.
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش د اګست پر ۱۹مه په اودېسا بندر کې د غلې لېږد څاري.

د ملګرو ملتونو مشر وایي، له اوکراین څخه د غلې د صادراتو (برامداتو) په برخه کې یې موافقه ترلاسه کړې ده.

انتونیو ګوتېرېش چې د اګست پر ۲۰مه یې په استنبول کې په يوې خبرې غونډه کې د اوکراين تر سفر وروسته خبرې کولې، وویل، د شنبې یا خالي پر ورځ "زه په اودېسا بندر کې وم. په یوې بېړۍ کې مې د غنمو بارول ولیدل. ډېر اغېز یې راباندې وکړ چې لیده مې ټوله کښتۍ په غنمو ډکېږي. دا په نړۍ کې د ډېرو کسانو لپاره یوه هیله وه."

د ګوتېرېش په وینا، د اکراین، روسیې او ترکیې پلاوي، همداراز د ملګرو ملتو څارونکي د تورسمندرګي له لارې په بېړیو کې د اوکراینۍ غلو لېږد څاري.

اوکراين د نړۍ ځينو هېوادونو ته غنم لېږدول خو د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې د روسانو تر یرغل وروسته دا کار ودرېد. وروسته روسانو ومنله چې د اوکراين غلو ته به له بندرونو څخه د لېږد اجازه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG