په خوست کې د ازادۍ راډیو پخوانی خبریال امیر بهیر د ناڅاپي ناروغی له کبله مړ شوی دی.
۶۳ کلن امير بهير تر ۲۰۱۲ز کال پورې د خوست د مرکز اړوند د پنکزیو په سیمه کې د افغانستان لپاره د ازادۍ راډیو خبریال وو.
نوموړي اوسمهال د خوست د لوړو زده کړو په یوشمېر موسسو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد وو.
امیر بهیر د څو کلونو لپاره په خوست کې د خبریالانو د یوې خپلواکې ټولنې مشر وو او د رسنیزو بنسټونو او خبریالانو د حقوقو په دفاع کې يې مهمه ونډه درلوده.
امیر بهیر د اګست پر ۱۵مه په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي جنازې ته د ځايي خلکو برسېره یوشمېر روڼ اندي، د رسنیو استازو او د مدني ټولنو فعالان ورغلي ول.