د مصر پلازمېنې قاهرې په یوه کلیسا کې د اور لګېدو په پېښه کې لږترلږه ۴۱ کسان وژل شوي او ۱۴ ژوبل دي.
د قبطي عیسویانو کلیسا مشرانو ویلي، پېښه د اګست پر ۱۴مه د عبادت پر مهال شوې ده.
تر اوسه د امبابه سیمې په ابو سیفین کلیسا کې د اور لګېدو لامل نه دی معلوم خو پولیسو په بیان کې ویلي دي چې لومړني معلومات ښيي چې اور د بجلۍ شارټ کېدو له وجې لګېدلی.
د مصر د عامې روغتیا وزیر ویلي دي چې له لوګي او اوره د خلکو د تېښتې پر مهال ټېل ماټېل د خلکو د مړینې لامل شوی دی.
دا په وروستیو کلونو کې په مصر کې د اور لګېدو له بدترینو پېښو یوه ده.