د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په کور کې چاودنه کې ۳ مشکوک وسله وال وژل شوي


یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل پېښه د میرلي په حیدرخېلو کې شوې.
یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل پېښه د میرلي په حیدرخېلو کې شوې.

د شمالي وزیرستان د میرلي په حیدرخېلو کې په یو کور کې په چاودنه کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي او دوه ټپیان دي.

یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۱۳مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، هغو کسانو په کور کې چوونکي مواد تیارول چې د چاودنې ښکار شول.

هغه وايي، امنیتي ځواکونو د اګست ۱۳مې تر پېښې وروسته سیمه کلابنده کړه او دوه ژوبل وسله وال یې ونیول.

نوموړي دا و نه ویل چې هغوی د کومې ډلې وسله وال دي. کومې وسله والې ډلې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو په خپلواکه توګه د شمالي وزیرستان د چارواکي د دعوې تصدیق نه شي کولای.

پېښه پر داسې وخت شوې چې د شمالي وزیرستان پرلتوالو د پاکستان په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شاملو او د هغوی ملګرو ګوندونو ۱۶ کسیزې جرګې ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ چې د امنیت ټینګښت په اړه یې غوښتنې وزیراعظم او د پېښور کورکمانډر ته وړاندې کړي.

د اګست پر ۱۲مه د جرګې غړو د حکومت په استازیتوب په میرلي کې له پرلتوالو سره خبرې وکړې. پرلتوالو د اګست په لومړۍ اوونۍ کې د شمالي وزیرستان ټولې داخلې او خارجې لارې وتړلې.

په هغه ضلع کې احتجاج د جولای پر ۱۴مه د دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو تر وژنې وروسته پیل شوی وو.

د حکومتي جرګې غړي او عوامي نیشنل ګوند یوه مخکښ سیاستوال میا افتخار حسین په میرلي کې د پرلتوالو له مشرانو سره تر لیدو وروسته مشال راډیو ته وویل، په شمالي وزیرستان کې ټول سړکونه بیا خلاص شوي دي.

د اتمانزیو مشرانو هم تایید کړې چې د ۱۵ ورځو لپاره یې خلاصې کړې دي خو پرلت یې دوام لري.

په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۹ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران او فعال ځوانان پکې وژل شوي دي.

په دې لړ کې وروستی برید د اګست پر اتمه په میرلي کې وشو. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (اې اېس پي ار) د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې ځانمرګي بریدګر د ځواکونو قافله په نښه کړه چې پکې څلور امنیتي سرتېري ووژل شول.

په شمالي وزیرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG