د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه او اوکراین پر یو بل د ایټمي ناورین خطر جوړولو تور پورې کوي


ملګري ملتونه غوښتنه کوي چې باید د پلانټ چاپیره سیمې له پوځونو پاکه یا غیرنظامي سیمه وګرځول شي.

روسیه او اوکراین په یو بل تور پورې کوي چې پر ژاپوریژهیا ایټمي بټۍ د توغندیو په بریدونو سره د ایټمي ناورین خطر جوړوي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د یو راپور تر مخه د روسیې له خوا ټاکل شویو چارواکیو تور پورې کړی چې اوکراین دوه ځله پر ایټمي بټۍ بمباري کړې ده.

بل خو اوکرایني پوځي چارواکي دا تورونه ردوي او وايي چې دا کار روسي ځواکونو کړی او پر نیزدی ښارګوټو د بمبارۍ پټولو لپاره یې د ډال په توګه کاروي.

ملګري ملتونه غوښتنه کوي چې باید د پلانټ چاپیره سیمې له پوځونو پاکه یا غیرنظامي سیمه وګرځول شي.

د لویدیځ هیوادونو پر ماسکو غږ کړی چې د بټۍ شاوخوا سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي خو تراوسه داسې کومه نښه نه ښکاري چې روسیه دې د ځواکونو اېستلو ته رضا شوې وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یو بیان کې ویلي چې دا تاسیسات باید د هر ډول پوځي عملیاتو د یوې برخې په توګه ونه کارول شي.

نوموړي زیاته کړې چې پر ځای یې د سیمې د خوندیتوب لپاره له ځواکونو پاک چوکاټ رامنځ ته کولو لپاره په تخنیکي کچه یو بیړنۍ لوظنامې ته اړتیا ده.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل هم ورته خبره او غوښتنه کړې چې باید ایټمي بټۍ د هیڅ ډول پوځي عملیاتو لپاره ونه کارول شي.

XS
SM
MD
LG