د ایران ملاتړ لرونکې یوې فلسطینۍ وسله والې ډلې ویلي دي چې له اسراییلو سره د درې ورځنۍ سختې جګړې ختمولو لپاره پر اوربند سلا شوې ده.
په جګړه کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۳۶ فلسطینیان وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات ژوبل دي.
د اسلامي جهاد ډلې یوه لوړپوړي غړي د اګست پر اوومه وویل چې د قاهرې په منځګړتوب د اوربند په موافقه کې د "مصر هغه ژمنه" هم شامله ده چې د اسراییلو له بنده به "د دوو فلسطینیانو د خوشې کولو لپاره کار" وکړي.
اسراییلو پوځیانو د اګست پر پینځمه د اسلامي جهاد پر یوه مشر له برید سره عملیات پیل کړل او له هغې راهیسې یې بمباریو ته دوام ورکړی وو.
د دې په غبرګون کې اسلامي جهاد ډلې د اسراییلو پر لوري سلګونه توغندي وتوغول.
اسراییلو ویلي دي چې د هغې ډلې پرضد یې د یوه احتمالي برید د قوي ګواښ له کبله اقدام وکړ خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.