د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د غلې لېږد لپاره یې بندر ته لومړۍ بهرنۍ بېړۍ وررسېدلې ده


د اګست پر لومړۍ نېټه په غلې بار لومړۍ بېړۍ د اوکراین له اودېسا بندره د ترکيې د استنبول پر لوري روانه شوې وه. 
د اګست پر لومړۍ نېټه په غلې بار لومړۍ بېړۍ د اوکراین له اودېسا بندره د ترکيې د استنبول پر لوري روانه شوې وه. 

اوکراین وايي، د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د بهرني هېواد بیرغ لرونکې لومړۍ بېړۍ یې بندر ته رسېدلې ده.

د اوکراین د انفراسټرکچر وزیر اولېکساندر کوبراکوف ویلي چې د غلې لېږد لپاره بېړۍ د اګست پر شپږمه د اوکراین چرنومورسک بندر ته رسېدلې ده. د ده په خبره، پر سامان وړونکې بېړۍ د لاتیني امریکايي هېواد باربډوس بیرغ لګېدلی دی.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فېبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې ورسره د اوکراین پر بندرونو د بېړیو تګ راتګ هم درېدلی وو.

کوبراکوف پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې د روسیې او اوکراین ترمینځ د بندرونو خلاصولو په اړه د موافقې ضمانتیانو، ترکيې او ملګرو ملتونو، تایید کړې وه چې هغه بېړۍ چرنومورسک بندر ته ورتللای شي.

دی زیاتوي، " اوکراین تیار دی چې خپلو بندرونو ته په میاشت کې لږترلږه د ۱۰۰ بېړیو ورتګ ته لپاره انتظامات برابر کړي."

تر دې وړاندې د اګست پر لومړۍ نېټه په غلې بار لومړۍ بېړۍ د اوکراین له اودېسا بندره د ترکيې د استنبول پر لوري روانه شوې وه.

دا تر هغې وروسته ده چې روسیې او اوکراین په جولای میاشت کې د ترکيې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب یوه لوظنامه لاسلیک کړه او موافقه یې وکړه چې د اوکراین له درې بندرونو څخه د غلې لېږد بیا پیلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG