د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین له اودیسه بندره د غلې په دانو بار لومړۍ بېړۍ روانه شوې ده


اوکراین او روس د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړتوب د جولای پر ۲۲ مه یوه لوظنامه لاسلیک کړې وه.
اوکراین او روس د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړتوب د جولای پر ۲۲ مه یوه لوظنامه لاسلیک کړې وه.

اوکراین او ترکيې ویلي چې د اګست پر لومړۍ نېټه د اوکراین له اودیسه بندر څخه د غلې په دانو بار لومړۍ بېړۍ روانه شوې ده.

په عین حال کې د اوکراین په جنوبي برخه کې د روسيې د ځواکونو په بمبارۍ کې د شدت رپوټونه ورکړل شوي دي.

د اوکراین د بیخ بنا یا انفراسټرکچر وزیر اولیکساندر کوبراکوف وویل، "د رازوني په نوم بار وړونکې بحري بیړۍ چې د افریقايي هېواد سیرا لیون بېرغ پرې لګیدلی، نن سهر له اودیسه بندره روانه شوه."

بل پلو د ترکي د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې ټاکل شوې دغه بیړۍ د اګست پر دوېمه نیټه استنبول ته ورسېږي.

په استنبول کې مېشت د برامداتو د څار ادارې یا د همکارۍ ګډ مرکز (جې سي سي) ویلي چې په دې بیړۍ کې له ۲۶۰۰۰ میټرک ټن څخه زیات جوار بار کړل شوي دي.

اوکراین او روس د ملګرو ملتونو او ترکيې په منځګړتوب د جولای پر ۲۲ مه یوه لوظنامه لاسلیک کړې وه.

د دې تړون له مخې به د اوکراین اودیسه، چورنومورسک او یوژني بندرونه خلاص وي چې په ترڅ کې یې په دې هېواد کې ایسار میلینونه ټنه غله دانه او کیمیاوي سرې بهر هېوادونو ته واستول شي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فرورۍ پر ۲۴ مه بې له څه وجې پر اوکراین یرغل کړی چې پکې یې یادو بندرونو ته د تګ راتګ لارې هم بندې کړې وې.

په دې جګړه کې تر اوسه دواړو خواو ته زرګونه کسان وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG