د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې او اوکراین د غلو دانو برامدولو تړون لاسليک کړ


په کیېف کې د وربشو د یو بټي انځور
په کیېف کې د وربشو د یو بټي انځور

د روسیې او اوکراين چارواکو د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکی هغه تړون لاسليک کړ چې هدف يې د اوکراین غله نورې نړۍ ته د برامدولو لپاره اجازه ترلاسه کول دي.

د دې تړون مقصد هغه نړيوال خوراکي بحران کمول دي چې په اوکراين د روسيې د بې له پارونې يرغل له وجې رامنځته شوی دی.

پرون (د جولای په ۲۲مه) د روسيې د دفاع وزير سېرګې شویګو او د اوکراين د بنيادي جوړښت وزير اولېکساندر کوبراکوف په دې اړه له ملګرو ملتونو او ترکيې سره بېل بېل تړونونه لاسليک کړل.

په استنبول کې د تړون د لاسليکولو دستورې پرمهال د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وويل چې په دې تړون سره به هغه نږدې ۲۲ ميليونه ټنه غله او نور زرعي اجناس نړۍ ته لېږدول پېل شي چې د جنګ له کبله د تور سمندرګي په بندرونو کې ايسار دی.

د نوموړي په خبره په دې سره به په نړيواله کچه د خوراکي توکو بيې راکمې شي. د ترکيې ولسمشر زياته کړه چې په راتلونکو ورځو کې به د ياد تړون عملي کېدل پيل شي او په استنبول کې به د همغږۍ يو شريک مرکز د دې چارې پرمخ وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG