د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او ايران يو ځل بيا د اټومي تړون بحالولو په اړه خبرې کوي


په ويانا کې تر دې وړاندې هم د ايران او نړيوالو قدرتونو ترمينځ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون په اړه خبرې شوې دي ــ انځور له ارشيفه
په ويانا کې تر دې وړاندې هم د ايران او نړيوالو قدرتونو ترمينځ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون په اړه خبرې شوې دي ــ انځور له ارشيفه

د امريکا او ايران جګپوړې مرکچيان يو ځل بيا د تهران او نړیوالو قدرتونو ترمينځ د ۲۰۱۵ز د اټومي تړون بحالولو لپاره د اسټريا (اتریش) په سرښار ويانا کې خبرې پيلوي.

د امريکا ځانګړي استازي رابرټ مېلي د اګست په درېيمه ويلي چې د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره ویانا ته روان دی او هېواد يې په "ښه نيت" يوې هوکړې ته رسېدو ته لېواله دی.

نوموړي زیاته کړه چې دا به ډېر ژر روښانه شي چې ایا ایران هم دا ډول هدف لري او که نه؟

بلخوا د ایراني پلاوي مشري د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال علي باقري کني کوي، چې ويانا ته روان شوی دی.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت دولتي رسنیو ته ويلي چې اروپايي ټولنه دا خبرې همغږې کوي او د بېلابېلو اړخونو له خوا پر وړاندې شويو نظرونو بحثونه کېږي.

د روسیې ځانګړي استازي میخایل اولیانوف هم د خبرو اترو بيا پيلېدو په اړه ټویټ کړی دی.

اولیانوف ويلي چې د هغه هېواد مذاکره کوونکي د تړون د نهايي کولو لپاره رغنده خبرو اترو ته چمتو دي.

په ویانا کې د ۲۰۱۵ز کال د اټومي موافقې د بحالۍ په اړه ناستې پر داسې مهال پیلېږي چې په جون کې تهران ویلي ول چې د خبرو مېز ته ستنېدو ته چمتو دی. هم هغه مهال، یوه امریکايي چارواکي پر تهران غږ کړی وو چې بې له نورو غوښتنو دې پر اټومي پروګرام خبرو ته مثبت ځواب ووايي. د هغې موافقې د بحالۍ لپاره مذاکرات له مارچ راهیسې درېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG