د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ویانا کې د ایران د اټومي موافقې پر بحالۍ خبرې بیا پیل شوې


د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمینځ د خبرو وروستی پړاو د جنورۍ په پای کې ترسره شو - انځور له ارشیفه
د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمینځ د خبرو وروستی پړاو د جنورۍ په پای کې ترسره شو - انځور له ارشیفه

له راپورونو سره سم، د ایران تاريخي اټومي تړون ته د بيا کتنې لپاره د امريکا او ايران ترمینځ غیرمستقيمې خبرې په ويانا کې بیا پیل شوې دي.

په مذاکراتو کې برتانيا، چين، فرانسه، جرمني، ايران او روسیه برخه اخلي او امریکا پکې په نامستقیم ډول ګډون کوي ځکه چې واشنګټن په ۲۰۱۸ز کال کې له اټومي موافقې وتلی وو. تر دې مخکې د خبرو وروستی پړاو د جنورۍ پر ۲۸مه درېدلی وو چې د ټولو خواوو ډېپلوماټان هېوادونو ته ستانه شي او هلته له لوړپوړو چارواکو سره مشورې وکړي.

دا مذاکرات تر هغې وروسته پيل شول چې په وروستيو اوونيو کې مختلفو لوریو داسې اشاره ورکړې وې چې د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون د بحالۍ په ترڅ کې پرمختګ شوی.

د هغې موافقې موخه د اټومي وسلو له جوړولو څخه د ایران ګرځول ول او پکې ژمنه شوې وه چې د دې کار په بدل کې به پر تهران لګېدلي بندیزونه ختمېږي.

مذاکراتو ته نېږدې سرچينو د فرانسې خبري اژانس ته وېلي دي چې پلاوي د فبرورۍ پر اتمه ويانا ته ورسېدل.

د امريکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې له تړونه ووت او پر ايران يې يو ځل بیا سخت بنديزونه ولګول چې له کبله يې تهران په تدريجي ډول له ژمنو پر شا کېدو ته وهڅېد.

دواړو غاړو د ۲۰۲۱ز کال له اپرېل میاشتې راهیسې د تړون بحالۍ لپاره په ويانا کې په اتو پړاوونو کې غيرمستقيمې خبرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG