د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې پوځ د شپږو وسله والو د وژلو ادعا کوي


Locator Kech Map Pashto
Locator Kech Map Pashto

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان د کېچ ضلعې په هوشاب سیمه کې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال او یو پوځي عسکر وژل شوي دي.


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ایي اېس پي ار د جولايي پر ۲۹مه په یو خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا وژل شوي وسله وال ترهګر وو چې پر موټرسایکلونو پنجګور ته روان وو. خو په خپلواکه ډول د پاکستان د پوځ د دغې ادعا سپیناوی نه دی شوی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په عملیاتو کې د یو امنیتي عسکر د وژل کېدو تر څنګ یو بل ټپي شوی هم دی.د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وسله والو لخوا په ډزو کې وژل شوی حوالدار هدایت الله نومېږي چې د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې اوسیدونکی دی. همدا رنګه ژوبل شوی تن هم پښتون دی، دشمالي وزیرستان سره تړاو لري او نوم یې میر محمد دی.

د بلوچستان وزیر اعلا میر عبدالقدوس برنجو د امنیتي کسانو په مرګ ژوبله خواشینې ښکاره کړې ده او ویلي یې دي چې د امنیت د پر ځای ساتلو لپاره د امنیتي سرتېرو قربانۍ د قدر وړ دي.

ازادو سرچینو لا تر اوسه د دې خبر پخلی نه دی کړی.

د بلوچستان کېچ ضلع د سر ښار کوټې نه څه کم ۸۰۰ کیلومیټره فاصله کې پرته ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG