د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پرلت کوونکي وايي، له نن نه لویې لارې بندوي


دا پرلت وروسته له هغې پیل شوی چې د جولایي په ۱۴مه وسله والو د جمیعت علمای اسلام( ف) ځايي مشر قاري سمیع الدین او د ګوند یو بل غړی قاري نعمان ووژل: انځور له ارشیفه
دا پرلت وروسته له هغې پیل شوی چې د جولایي په ۱۴مه وسله والو د جمیعت علمای اسلام( ف) ځايي مشر قاري سمیع الدین او د ګوند یو بل غړی قاري نعمان ووژل: انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د هدفي بریدونو پر ضد د احتجاجي پرلت ګډونوالو له نن (د جولای له ۲۷مې) څخه د مرکزي لارو د تړلو پریکړه کړې ده.

پرون (د جولایي په ۲۶مه) د میرلي په عیدکو سیمه کې د سیمې قبایلي او سیاسي مشرانو پرېکړه وکړه چې احتجاج ته به دوام ورکوي، ټولې مرکزي لارې به تړي، سرکاري دفترونو ته به حاضري نه ورکوي، چې کومه قبیله په احتجاج کې برخه نه اخلي نو جرمانه به ورباندې لګولي او حکومت سره به مذاکرات په سرکاري دفترونو کې نه بلکې د احتجاجي پرلت په ځاي کې کیږي.

د شمالي وزیرستان خلکو پېښور کې پرلت وهلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00


د اعلامیې د وړاندې کولو پر مهال د جرګې مشر او چیف اف وزیرستان ملک نصرالله خان وویل:

" تحصیلونه به بند وي، هېڅوک به هلته نه ورځي، یوازې هغه څوک به ورځي چې د چا د پاسپورټ یا د ویزې مسئله وي نور به تحصیل بند وي، بله دا چاې د پولیو پر ضد کمپاین باندې به بندیز وي."

په جرګه کې شریک له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د جرګې د ټولو پریکړو مرسته وکړه خو د پولیو ضد کمپاین باندې د بندیز په اړه ورسره متقق نه شو.

د جرګې مشرانو دا هم وویل چې که غوښتنې یې نه منل کیږي نو بیا به په راولپنډۍ کې د پوځ د مرکزي دفتر مخې ته احتجاج کوي.


بل خوا د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر شاهدعلي خان وايي چې له لومړۍ ورځې راهیسې انتظامي چارواکي د پرلت والو سره په خبرو کې لګیا دي او د امن باوري کولو لپاره پولیس او امنیتي ادارې خپلې هڅې کوي.

دا پرلت وروسته له هغې پیل شوی چې د جولایي په ۱۴مه وسله والو د جمیعت علمای اسلام( ف) ځايي مشر قاري سمیع الدین او د ګوند یو بل غړی قاري نعمان ووژل.

په شمالي وزیرستان کې روان کال د هدفي بریدونو ۳۸ پیښې رامنځ ته شوي چې ځايي مشران او ځوانان په کې په نښه شوي دي.

بل پلو، جمعیت علمای اسلام (ف) په قبايلي ضلعو کې د هدفي او تېره اوونۍ په پېښور کې د درو نجونو د وژنو پرضد په ټوله خيبر پښتونخوا کې احتجاجي مظاهرې کړې دي.

د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج ته د ګوند یوشمېر مشران او ملاتړي ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د جولای پر ۲۳مه په شمالي وزیرستان کې د یوشمېر وسله والو د وژنې او نیولو خبر ورکړ. د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر پولیسو ته امر کړی چې په پېښور کې د نجونو په وژنه کې ککړ کسان ونیسي.

XS
SM
MD
LG