د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په تازه هدفي بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي‌


په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر مېجر جنرل نعیم اختر وايي، د وسله والو پرضد یې ځانګړي عملیات دوام لري. (انځور: ارشیف)
په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر مېجر جنرل نعیم اختر وايي، د وسله والو پرضد یې ځانګړي عملیات دوام لري. (انځور: ارشیف)

د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکي‌ وايي‌ چې هلته په تازه بېلا بېلو هدفي بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي دي.

د ميرعلي پوليس او استخاباراتي چارواکيو چې له رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه لري د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته د دې بریدونو تفصیل وړاندې کړ.

دوی وويل چې نامعلومو وسله والو د جولای پر ۲۵مه په میرعلي کې د فردوس او ازمار علي په نوم دوه کسان په ډزو ووژل.

دوی زیاته کړه چې د جولای پر ۲۴مه ماښام مهال د ميرعلي په ايمرکي کلي کې هم د يوه ځايي کس مړی موندل شوی وو.

تر دې وړاندې د میرعلي پولیس تاڼې مشر فرحان خان د جولاي پر ۲۴مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د جولايي پر ۲۴ مه مازیګر مهال وسله والو په میرعلي کې د بنو اوسېدونکي میر اکبر او جاوید خان په ډزو ووژل او په تېښته بریالي شول.

فرحان خان وویل چې د جولايي ۲۳ مې او ۲۴ مې تر منځ شپې مهال هم په حیدرخېلو کې په یو بل هدفي برید کې اسماعیل خان نومې تن وسله والو په ډزو وژلی دی.

پولیس وايي تر اوسه معلومه نه ده چې دا کسان چا او ولې وژلي دي خو دوی د نامعلومو کسانو پرضد مقدمې درج کړې دي.

دا بریدونو په داسې حال کې شوي چې د هدفي بریدونو پر ضد د میرعلي په عیدکو کې د جمیعت علما اسلام په مشرۍ د جولايي له ۱۷ مې احتجاجي پرلت هم دوام لري.

دا پرلت تر هغې وروسته پیل شوی وو چې د جولای پر ۱۴مه د جمعیت علما اسلام (ف) ځايي مشر قاري سمیع الدین او منتخب کونسلر قاري نعمان په یو هدفي برید کې ووژل شول.

د عیدکو پرلتوال وايي چې د هغو وژنو په ګډون د ټولو وژل شويو حساب غواړي او په دې عمل کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کوي.

په قبایلي سیمو او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو او نورې بدامنۍ لړۍ زیاتېدو له کبله د سیاسي ګوندونو په غبرګون کې هم زیاتوالی راغلی دی.

جمعیت علما اسلام د جولايي په ۲۴ مه د هدفي بریدونو او بدامنۍ پرضد د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم احتجاجونه وکړل.

جمعیت علمای اسلام قبایلي سیمو کې د بریدونو ضد مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

تر دې وړاندې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د جولای پر ۱۸مه په قبايلي سيمو کې د بې امنۍ او هدفي وژنو په اړه د بحث پر مهال اندېښنې ښوولي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د وسله والو مخه ونیسي.

سږکال په شمالي وزیرستان کې تر اوسه ۳۸ هدفي بریدونه شوي دي. ځايي‌ خلک وايي په دې بریدونو کې ککړ هیڅوک تر اوسه نه دی نیول شوی.

د حکومت او پوځ دریځ

د پاکستان حکومت او پوځي چارواکي وايي دوی په قبایلي سیمو کې د امن پر ځای کولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې هلې ځلې په پرلپسې توګه جاري‌ ساتلې دي.

په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر مېجر جنرل نعیم اختر د جولايي په ۲۴ مه مشال راډیو ته وویل چې د وسله والو پرضد یې ځانګړي عملیات دوام لري.

نوموړي زیاته کړه چې په هدفي بریدونو کې ککړ کسان به ډیر زر خپل انجام ته ورسوي.

پوځ‌ د جولاي پر ۲۳مه هم ویلي وو چې په شمالي وزیرستان کې یې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال درې مشکوک وسله وال وژلي او درې نور یې نیولي وو.

د پاکستان سرکاري راډیو د جولای پر ۲۳مه د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د بیان په حواله ویلي ول چې امنیتي ځواکونو دا عملیات د جولاي پر ۲۳مه د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي وو.

XS
SM
MD
LG