د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: طالبان د داعش خراسان ډلې د درو غړو وژلو ادعا کوي


طالبان وايي، د جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحیه کې د د عملیاتو پر مهال درې تنه مخالفین وژلي
طالبان وايي، د جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحیه کې د د عملیاتو پر مهال درې تنه مخالفین وژلي

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت درې مخالفین وژل شوي او ۱۶ تنه ژوندي نیول شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند باختر اژانس رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې د دې ولایت د استخباراتو ریاست د جولای په ۲۵مه نېټه د جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحیه کې د د عملیاتو پر مهال درې تنه مخالفین وژلي او د ښخو او ماشومانو په ګډون یې ۱۶ تنه ژوندي نیولي دي.

په بیان کې راغلي چې په نیول شویو کسانو کې بهرني اتباع هم شته دي. بیان وړاندې لیکي چې له نیول شویو کسانو څخه یو موټر بم، شپږ میله کلاشینکوف، درې هندي ریکشې، څلور تمانچې، ماینونه او نور چاودونکي توکي تر لاسه شوي دي.

افغان اسلامي اژانس د جولای په ۲۶مه، په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د استازو په حواله لیکلي چې وژل شوي کسان د اسلامي دولت یا داعش د خراسان ډلې پورې تړاو لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG