د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران وايي، د اټومي تړون بحالۍ په اړه تر هوکړه وړاندې د ملګرو ملتونو د څار ادارې کېمرې نه چالانوو


د ایران نيمه سرکاري خبري اژانس تسنيم د جولای پر ۲۵مه د هیواد د مرستیال ولسمشر او د اټومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي څرګندونې خپرې کړې دي. (انځور:ارشیف)
د ایران نيمه سرکاري خبري اژانس تسنيم د جولای پر ۲۵مه د هیواد د مرستیال ولسمشر او د اټومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي څرګندونې خپرې کړې دي. (انځور:ارشیف)

ايران ويلي، تر څو له نړيوالو ځواکمنو هیوادونو سره د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون د بحالۍ په لړ کې کومې موافقې ته نه وي رسېدلی تر هغو به د ملګرو ملتونو د څار ادارې کېمرې چالان نکړي.

دا کېمرې چې ايران تېره مياشت ليرې کړې وې د تړون برخه وې چې له مخې يې د هغو تورونو سپناوی وشي چې وايي، ايران د داسې يورانيميو غني کولو هڅې کوي چې په جوهري وسلو کې د استعمالېدو وړتيا لري.

د ایران نيمه سرکاري خبري اژانس تسنيم د جولای پر ۲۵مه د دې هیواد د مرستیال ولسمشر او د هېواد د اټومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي له خولې لیکلي چې د پخواني امريکايی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د يو اړخيزه وتلو له کبله اټومي تړون زیانمن شوی نو دغه کېمرې نورې د منلو وړ نه دي.

هغه زیاته کړه چې کېمرې د تړون برخه وې او که چيرې غربیان تړون ته ورستنېږي او کوم ناوړه اقدام نه کوي نو د ده په خبره، دوی به د کېمېرو په اړه پرېکړه وکړي.

په ۲۰۱۸ز کال کې له دې تړون څخه د امريکا تر وتلو وروسته تهران ورو ورو په تړون کې کړې ژمنې ماتې کړې دي.

ایران په دې وروستيو کې ويلي ول چې که تړون وشي نو اوس هم د کړو ژمنو پوره کولو ته حاضر دی خو زیاتوي چې په دې اړه بايد لومړی ګام امريکا واخلي.

خو امریکا بیا وايي چې د ايران د اټومي تړون په اړه خبرې هغه وخت بریالی کېدای شي چې تهران له بې ځایه غوښتنو لاس واخلي.

د تړون د بحالۍ خبرې اترې د ۲۰۲۲م کال له اپرېل میاشتې راهیسې په ټپه ولاړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG