د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینه ماڼۍ: روسیه له ځان سره د اوکراین د نورو سیمو د تړلو تیاری کوي


اوکرایني پوځيان د جولای پر ۱۹مه په خارکیف کې په روزنه کې د راکټ ویشتلو پر مهال.
اوکرایني پوځيان د جولای پر ۱۹مه په خارکیف کې په روزنه کې د راکټ ویشتلو پر مهال.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي دي چې روسیې له ځان سره د اوکراین د نورې خاورې تړلو لپاره بنیادي کارونه پیل کړي دي او په تر خپل واک لاندې سیمو کې په خپل استازیتوب (پراکسي) مشران ټاکي.

جان کربي د جولای پر ۱۹مه په سپینه ماڼۍ کې خبري ته غونډې ته وویل، مسکو په تر خپل کنټرول لاندې د "تش په نوم ټولپوښتنو"، روسیو روبلو رایجولو او د روسیې تابعیت یا شهریت ته غوښتنلیکونو ورکولو ته د خلکو اړ باسلو پلان لري. د ده په خبره، رېفرنډمونه ښايي د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمپر په پیل کې وشي.

کربي وویل، "په زور له ځان سره د سیمو تړل د ملګرو ملتونو د منشور سخته سرغړونه ده او امریکا به دا اجازه ور نه کړي" چې د روسیې دا کار "بې له چیلېنجېدو او سزا پاتې شي."

مسکو د امریکا د ملي امنیت شورا د ویاند د دعوو او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو په اوکراین کې روانه جګړه د "ځانګړو عملیاتو" په نوم یادوي چې موخه یې د هغه هېواد "بې وسلې کول" او "له ناڅیانو یا نازیانو پاکول" بولي.

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین تر حملې دوه ورځې مخکې د هغه هېواد په ختیځ کې د دوو بېلتونپاله سیمو دونېڅنک او لوهانسک خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG