د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې واورو او ورښتونو ۱۳۰ تنه وژلي


تر پاکستاني انتظام لاندې کشمیر د واورې تر کمرونو لاندې راغليو کسانو د را-اېستلو چارې روانې دي. ۲۰۲۰، ۱۵ جنوري
تر پاکستاني انتظام لاندې کشمیر د واورې تر کمرونو لاندې راغليو کسانو د را-اېستلو چارې روانې دي. ۲۰۲۰، ۱۵ جنوري

چارواکي وايي، په پاکستان او افغانستان کې په تېرو څو ورځو کې د بارانونو او واورو له وجې تر ۱۳۰ زيات کسان وژل شوي دي.

فرانس پريس اژانس د چارواکيو له قوله وايي چې دواورو او بارانونو له وجې په پاکستان کې ۹۳ کسان مړه شوي دي.

په دې هېواد کې زيات کسان تر پاکستاني انتظام لاندې کشمير کې مړه شوي چې شمېر يې ۶۲ دی.

کشمير کې د ناورينونو سمبالولو اداره وايي چې په نيلم وادي کې د واورو کمر نړېدو په پېښه کې ۱۹ کسان مړه شوي دي او د دې ترڅنګ لس کسان ورک دي.

چارواکيو په کشمير کې د سخت موسم له وجې سکولونو تړلي دي.

له کشميره وروسته په پاکستان کې واورو او بارانونو بلوچستان صوبه زياته ځپلې ده.

د ناورينو سمبالولو صوبايي ادارې يو چارواکی وايي، په دې صوبه کې ۳۱ کسان واورو او بارانونو وژلي دي چې پکې زياتره ښځې او ماشومان دي.

په افغانستان کې هم ورته وضعيت دی. په دې کې هېواد کې د ناورينونو سمبالولو ادارې وياند احمد تميم اعظمي ويلي چې د وارو او بارانونو له وجې درې سوه کورونه لږ څه زيامن شوي دي.

نوموړي ويلي چې سخت يخ، واورې او بارانونه له تېرو دوه اوونيو راهیسې روان دي.

په افغانستان کې کندهار، هلمند، زابل او هرات زيات اغېزمن شوي دي.

د ښاغلي اعظمي په خبره، په هرات کې د یوه کور چت نړېدلی چې پکې د يوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي دي.

د هند تر انتظام لاندې کشمير کې هم د بارانونو او وارو له وجې ۱۲ کسان مړه شوي چې پکې شپږ عسکر دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG