د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې په سېلاوونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


په شمالي ولایت پروان کې سېلاوونو تاوانونه اړولي دي - د مې څلورمې انځور.
په شمالي ولایت پروان کې سېلاوونو تاوانونه اړولي دي - د مې څلورمې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وایي، د هغه هېواد په ۱۰ ولایتونو کې په وروستیو سېلاوونو کې ۲۰ کسان وژل شوي، ۳۰ ژوبل دي او دوه کسان ورک دي.

د وزارت مرستیال شرف الدین مسلم د مې پر څلورمه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، دا لومړنۍ شمېرې دي او زیانمنو ته د نغدو مرستو او خوراکي توکو د رسولو بهیر پیل شوی دې.

په یوشمېر ولایتونو کې اغېزمنې کورنۍ وایي، ورښتونو او سېلاوونو یې کورونو او کرنیزو ځمکو ته تاوانونه رسولي دي.

بلخوا په پروان ولایت کې د طالبانو د حکومت چارواکي د سېلاوونو له امله د درو ماشومانو د مړینې او د درو د ژوبلېدو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې وزارت د مې تر پينځمې پورې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلاونو خبر ورکړی دې.

د دغه ریاست د وړاندوینې برخې امر محمد نسیم مرادي کهمردي مشال راډیو ته ویلي "د هوا پېژندنې ادارې له وړاندوینو سره سم د ورښتونو او ورسره د سېلاوونو احتمال موجود دی او دا ورښتونه به تر پنجشنبې پورې دوام ولري."

د هوا پېژندنې ادارې له معلوماتو سره سم، د ورښتونو او سېلاوونو وړاندوینه په کابل، بلخ، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پروان، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، پنجشېر، کاپیسا، میدان وردگ، لغمان، لوگر، دایکندي، غزني، بامیان، بدخشان، کندوز، تخار، سرپل، سمنگان ، بغلان او سالنګونو کې شوې ده.

ادارې په هغو ولایتونو کې له ۲۰ څخه تر ۶۰ ملي میټره باران اټکل کړی دی.

XS
SM
MD
LG