د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک انصاف د حليم عادل شېخ او عمران ریاض د خوشې کولو غوښتنه وکړه


د تحريک انصاف يوه جلسه (انځور له ارشيفه)
د تحريک انصاف يوه جلسه (انځور له ارشيفه)

پاکستان تحريک انصاف د خپل سياستوال حليم عادل شېخ او د دوی د نظریې ملاتړ کوونکي خبريال عمران رياض د خوشي کولو لپاره د مظاهرو اعلان کړی.

د پاکستان تحريک انصاف يو سياستوال فواد چوهدري د جولای په شپږمه په لاهور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې حکومت دې دوی د ملګرو له نيولو لاس واخلي.‌ هغه زیاته کړه چې د دوی غړي به د دې نيونو پر ضد سړکونو ته ووځي او کوښښ به کوي چې حکومت د سیاسي انتقام له دې کارروايانو منع کړي.‌

حليم عادل شېخ په سيند صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف غړی او اپوزېشن مشر دی. عمران رياض خبريال دی چې په دې وروستيو کې یې د تحريک انصاف په ملاتړ ګڼې داسې ويډيوګانې خپرې کړې دي چې نوموړی پکې پر امنيتي ادارو نيوکې کوي.‌

د حليم عادل شېخ نيول کېدل

حلیم عادل شېخ د جولای په پينځمه په لاهور کې نيول شوی دی. د شېخ کورنۍ تور پورې کوي چې د شهباز شريف په مشرۍ ايتلافي حکومت له دوی څخه سیاسي انتقام اخلي. د نوموړي لور، عایشه حليم عادل شېخ پر ټويټر ليکلي چې پلار یې په نيمه شپه، سپينې جامو اغوستو امنيتي سرتيرو ويوړ.

هغې لومړی له امنيتي ادارو او حکومت پوښتنه کوله چې د پلار درک دې ورته وښيي چې چيرته یې وړی دی خو وروسته یې يوه ويډيو خپره کړه چې حليم عادل شېخ پکې لاهور های کورټ ته تر وړاندې کېدو مخکې په داسې حال کې خبريالانو سره لنډې خبرې کوي چې هتکړۍ یې په لاسونو کې دي.

حليم عادل شېخ تېره مياشت له پېښور های کورټه د جون تر ۲۵مې د راهدارۍ ضمانت ترلاسه کړی وو. د هغه په خلاف په کراچۍ کې د درغليو دوه مقدمې درج شوي دي.‌

د لاهور پوليسو ډان ورځپاڼې ته ويلي‌چې حليم عادل شېخ د دوی لخوا نه دی نیول شوی البته دوی د درغليو پر ضد د مبارزې ادارې سره د نوموړي په نيولو کې مرسته کړې او اوس له هغوی سره دی.

د عمران ریاض نيول کېدل

د ډان او جیو نيوز په ګډون ګڼو پاکستانیو رسنیو لیکلي چې عمران رياض د جولای په پينځمه، د اټک پولیسو نیولی او پر نوموړي د بغاوت تورونه پورې کړل شوي دي.‌

د پنجاب د قانون وزیر ملک احمد خان تر دې نيونې وروسته په لاهور کې رسنيو ته وويل چې حکومت یې د بیان ازادۍ او د خبريالانو حقونو ته ژمن دی خو د عمران رياض سره به قانوني چلند کيږي. هغه زیاته کړه چې د نوموړي پر ضد په پنجاب صوبه کې د بغاوت مقدمې درج دي او ځينې پوښتنې بايد ځواب کړي.

د عمران ریاض وکیل میا علي اشفاق په یو بیان کې ویلي، د هغه د موکل خلاف په پنجاب صوبه کې د بغاوت ۱۷ مقدمې درج دي. نوموړی وايي، هغوی به د پولیسو پر ضد د عدالت د سپکاوي کیس کوي ځکه چې عمران ریاض وار له مخه له اسلام اباد هایکورټ څخه تر نیول کېدو وړاندې ضمانت ترلاسه کړی وو.

XS
SM
MD
LG