د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمنتيا ښوولې


شهباز شريف د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۱مه نېټه قامي اسمبلۍ د پاکستان وزیراعظم منتخب کړ. انځور له ارشېفه
شهباز شريف د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۱مه نېټه قامي اسمبلۍ د پاکستان وزیراعظم منتخب کړ. انځور له ارشېفه

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، حکومت یې د مطبوعاتو او بيان ازادۍ ته په "مکمله توګه ژمن" دى.

نوموړي د مې پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ويلي چې پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې يوازې تېر کال د مطبوعاتو د ازادۍ په فهرست کې ۱۲ او په ټوله دوره کې یې ۱۸ درجې شاتګ کړی دی.

وزیراعظم زیاته کړې چې دې کار نه یوازې عمران خان ته "د مطبوعاتو ازادۍ د محدودوونکي" نوم ورکړ بلکې د پاکستان جمهوریت یې هم بدنامه کړ.

د تحریک انصاف پخواني حکومت به په بیا بیا دا تورونه ردول چې ګواکې د بیان پر ازادۍ یا پر مطبوعاتو یې قدغنونه لګولي دي. عمران خان هم دا دریځ تکراراوه چې د هېواد رسنۍ له "بشپړې ازادۍ برخمنې" دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان په تازه درجه بندۍ کې په ۱۸۰ هېوادونو کې پاکستان پر ۱۵۷م نمبر دی. په ۲۰۲۱ کال کې پاکستان په ۱۴۵م او په ۲۰۱۸ز کال کې په ۱۳۹م مقام وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG