د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي بېلګورود ښار کې چاودنو کې ۳ کسان وژل شوي


په بېلګورود کې د روسیو تېلو په یوه زېرمتون کې اورلګېدلی. روسیو چارواکو ویلي ول چې اور د اوکراینو هېلېکاپټرو تر برید وروسته لګېدلی - د اپرېل لومړۍ نېټې انځور.
په بېلګورود کې د روسیو تېلو په یوه زېرمتون کې اورلګېدلی. روسیو چارواکو ویلي ول چې اور د اوکراینو هېلېکاپټرو تر برید وروسته لګېدلی - د اپرېل لومړۍ نېټې انځور.

د روسیې د بېلګورود ښار والي ویلي دي چې په هغه سیمه ییز مرکز کې د جولای پر دویمه شپې مهال په چاودنو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او ګڼو ودانیو ته زیان رسېدلی دی.

د روسیې د پارلېمان یوه مخکښه غړي دا کار د "اوکراین مستقیم جارحیت یا تېری" بللی دی.

بېلګورود د اوکراین له خارکیف ښاره شاوخوا ۴۰ کېلومیټره لیرې پروت دی او پکې شاوخوا څلور لکه خلک اوسي. د هغه ښار والي ویاچېسلاف ګلادکوف د جولای پر درېیمه نېټه پر ټېلېګرام په یوه بیان کې د ګڼو چاودنو خبر ورکړ. ده ویلي دي چې د شنبې او یکشنبې ترمینځ د شپې په پېښه کې ۱۱ اپارتمانونه او ۳۹ کورونه زیانمن یا ړنګ شوي دي.

ګلادکوف زیاته کړه چې په پېښه کې د یو ماشوم په ګډون لږترلږه څلور تنه ژوبل شوي هم دي.

د روسیې د شورا غړي اندرې د پېښې لپاره مستقیماً اوکراین پړ بلللی دی. نوموړي پر ټوېټر لیکلي دي چې په بېلګورود کې "د ملکي وګړو وژنه او د انفراسټکچر ورانول د اوکراین د مستقیم تېري قدم دی چې د پوځي غبرګون په ګډون سخت ځواب ته اړتیا" لري.

په خپلواکه توګه د روسیو چارواکو د دعوو تصدیق نه دی شوی او اوکراین یې هم لا په اړه څه نه دي ویلي.

په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې په بېلګورود او نورو نېږدې سیمو کې د اور لګېدو او چاونو یوشمېر خبرونه خپاره شوي خو کییف د هېڅ پېښې ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG