د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو استازې کابل او اسلام اباد ته تللې ده


کلېمنټس د جون په اتلسمه پر ټويټر ليکلې چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د نړیوال پیوستون د پیاوړتیا پر لارو چارو غږيدلې.
کلېمنټس د جون په اتلسمه پر ټويټر ليکلې چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د نړیوال پیوستون د پیاوړتیا پر لارو چارو غږيدلې.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې مرستيالې مشرې، کيلي کلېمنټس په پاکستان کې د امريکايي سفير ډونلډ بلوم سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

کلېمنټس د جون په اتلسمه پر ټويټر ليکلې چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د نړیوال پیوستون د پیاوړتیا پر لارو چارو غږيدلې.

نوموړې د جون پر ۱۷مه افغانستان او پر ۱۸مه پاکستان ته تللې وه او د کډوالو سره یې ليدلي وو.

نوموړې زیاته کړې چې اوسمهال افغانان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې یوازې نه دي پاتې او نړیواله ټولنه یې ترڅنګ ولاړه ده.

ياده دې وي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې په زور حکومت ونيو. له هغه وروسته په زرګونو خلک نورو هېوادونو ته د پناه اخیستو لپاره کډه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG