د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنا رباني کر: پاکستان له "خړ لېسټ" څخه د وتو لپاره "يو ګام ليرې" دی


د پاکستان د بهرنيو چارو رياستي وزيره حنا رباني کر ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان د بهرنيو چارو رياستي وزيره حنا رباني کر ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان د بهرنيو چارو رياستي وزيرې حنا رباني کر ويلي چې هېواد يې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له "خړ لېسټ" څخه د وتو لپاره "يو ګام ليرې" دی.

نوموړې دا خبره نن (د جون پر ۱۸مه) په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړه او زياته يې کړه چې پاکستان د ناقانونه پيسو د څار نړيوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) د کاري پلان پر ټولو نکاتو عمل کړی دی.

مېرمن کر دا خبره تر هغه يوه ورځ وروسته کړې چې د جون پر ۱۷مه د جرمني په سرښار برلين کې يادې ادارې اعلان وکړ چې پاکستان به لا هم تر هغه وخته په خړ لېسټ کې ساتي‌ چې په تخنیکي توګه د پوره کړو شرطونو عملي‌ کېده یې باوري کړي نه وي.

د اېف اې ټي اېف مشر ډاکټر مارکوس پلېیر د خپلې ادارې تر څلور ورځنۍ غونډې وروسته د جون پر ۱۷مه رسنیو ته وویل چې هغه د دې خبرې پر کولو خوښ دی چې پاکستانیو چارواکو "تر ډېر زحمت وروسته د کاري پلان ټول ۳۴ هدفونه پوره کړي دي".

نوموړي زیاته کړه: "پاکستان په تېرو څو میاشتو کې ښودلې چې دوی اوس د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګر ګرځول شويو ډلو مشرانو ته د مالي مرستو پلټنې او کارروايي کوي او هم په ناقانونه توګه د پیسو د لېږد پرضد پلټنې او کارروايي‌ کوي."

د ناقانونه پيسو د څار نړيوالې ادارې د يوې پخوانۍ غونډې انځور
د ناقانونه پيسو د څار نړيوالې ادارې د يوې پخوانۍ غونډې انځور

ډاکټر مارکوس وویل چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې وړاندیز کړی دی چې پاکستان ته به ځي او ګوري به چې ایا پاکستان په عملي توګه اصلاحات کړي او هغه په راتلونکي‌ کې هم برقرار ساتل کېدای شي؟

نوموړي وویل: "پاکستان نن له خړ لېسټ څخه نه دی اېستل شوی، دا کار به یوازې هغه وخت کېږي چې دوی په دې سفر کې بریالي وبلل شي."

په عين حال کې حنا رباني کر د جون پر ۱۸مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل اېف اې ټي اېف به د خپل کاري پلان د عملي کولو د جاج اخيستو لپاره يوه ډله سږ کال (۲۰۲۲ز کې) پاکستان ته لېږي. نوموړي زياته کړه چې حکومت يې له يادې ادارې سره په تماس کې دی تر څو پاکستان ته د هغوی د سفر پر کره نېټې خبرې وکړي.

حنا رباني کر تر دې وړاندې د اېف اې ټي اېف د جون ۱۷مې تر غونډې وروسته پر خپلې ټویټر پاڼې يو ويډيويي بيان کې وویل چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خړ لېسټ څخه د پاکستان د وتلو بهیر پیل شوی دی، خو د نوموړې په وينا د يادې ادارې د هغه طریقه کار مطابق به د ارزونې لپاره یوه تخنیکي ډله پاکستان ته لېږل کېږي.

"زموږ پوره هڅه ده چې دا ډله د ۲۰۲۲ز د اکتوبر مياشتې تر غونډې وړاندې خپل کار سر ته ورسوي او موږ هغوی ته د پوره همکارۍ باور ورکړی دی، او په اکتوبر کې به له خړ لېسټ څخه زموږ د وتلو پروسه سر ته ورسېږي."

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خوا دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې د پاکستان د حکومت په وینا، هېواد له جدي اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

اوس پوښتنه دا ده چې که دا پرمختګ وبلل شي هم نو د پاکستان لپاره یې ارزښت څه دی؟

د اقتصادي چارو پوه ډاکټر معراج الحق مشال راډیو ته وویل، دا په لوړ او نړیوال کچ د پاکستان لپاره ښه خبر دی خو د ده په وینا، پر عام ولس به یې په سمدستي توګه څه خاص اثرات نه وي.

نوموړي زیاته کړه چې له خړ لېسټ څخه د وتلو به لویه ګټه په ځانګړې توګه په پاکستان کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.

هغه وویل: "که پانګوال دي، که اخیستونکي دي‌ او که خرڅوونکي او که بهر مېشتي پاکستانیان دي، دا د هغوی پر تجارتي هلو ځلو ښه اثرات کولای شي او بل زموږ پانګونې ته ضرورت دی، له دې سره به په دې هېواد کې دننه او بهر پانګوال وهڅېږي‌ او په اقتصادي هلو ځلو کې به تېزي راشي."

ټاکل شوې چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې بله ناسته د روان کال په اکتوبر کې وشي.

پاکستان د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې له دې کبله په خړ لېسټ کې اچول شوی وو چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له ۴۰ سپارښتنو څخه يوازې پر ۱۳ عمل کولو.

د فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس په نوم دا اداره په ۱۹۸۹ز کال کې جوړه شوې چې ۳۹ هېوادونه یې غړي دي او اوسمهال یې مشري چين کوي.

دا اداره بینکونه او نړیوالې ادارو ته په خړ لېسټ کې شاملو هیوادونو ته د پورونو د نه ورکولو سپارښتنه کوي. دا هغه هېوادونه وي چې د ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو د سپینولو یا مینځلو په برخه کې یې د فعالیتونو کلکه څارنه کېږي.
دا وخت د اېف اې ټي اېف په خړ لیسټ کې ۲۵ هېوادونه او په تور لېسټ کې شمالي کوریا او ایران شامل دي.

XS
SM
MD
LG