د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې پاکستان له خړ لېسټ څخه لرې نکړ


 د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې مشر ډاکټر مارکوس پلېیر د جون پر ۱۷مه د جرمني په برلن کې د خپلې ادارې تر څلور ورځنۍ غونډه وروسته رسنیو ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)
د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې مشر ډاکټر مارکوس پلېیر د جون پر ۱۷مه د جرمني په برلن کې د خپلې ادارې تر څلور ورځنۍ غونډه وروسته رسنیو ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې اعلان وکړ چې پاکستان به لا هم تر هغه وخته په خړ لېسټ کې وساتي‌ چې په تخنیکي توګه د پوره کړو شرطونو عملي‌ کېده یې باوري کړي نه وي.

دا خبره د یادې ادارې مشر ډاکټر مارکوس پلېیر د جون پر ۱۷مه د جرمني په برلن کې د خپلې ادارې تر څلور ورځنۍ غونډه وروسته رسنیو ته په وینا کې وکړه.

ده وویل، زه د دې خبرې په کولو خوښ یم چې پاکستانیو چارواکو تر ډېر زحمت وروسته د ایکشن پلان ټول ۳۴ هدفونه پوره کړي.

نوموي زیاته کړه: "پاکستان په تېرو څو میاشتو کې ښودلې چې دوی اوس د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګر ګرځول شوو ډلو د مشرانو ته د مالي مرستو پلټنې او کارروايي کوي او هم په ناقانونه توګه د پیسو د لېږد پرضد پلټنې او کارروايي‌ کوي."

ډاکټر مارکوس وویل چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې وړاندیز کړی دی چې پاکستان ته به ځي او ګوري به چې ایا پاکستان په عملي توګه اصلاحات کړي او هغه په راتلونکي‌ کې هم برقرار ساتل کېدای شي؟

نوموړي وویل: "پاکستان نن له خړ لسټ څخه نه دی اېستل شوی، دا کار به یوازې هغه وخت کېږي چې دوی په دې سفر کې بریالي وبلل شي."

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خوا تر خبري غونډه وړاندې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د مملکت وزیرې حنا رباني کهر پر ټویټر پاڼه په دې اړه ویډیويي بیان خپور کړ. نوموړې وویل چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خړ لېسټ څخه د پاکستان د وتلو بهیر پیل شوی دی.

دې وویل: "زه د دې خبرې په کولو ډېره خوشاله یم چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په یوه خوله د پاکستان د ایکشن پلان ټولې نقطې منلې دي او له دې سره د یادې ادارې له طریقه کار سره سم له خړ لېسټ څخه د پاکستان د وتلو بهیر پیل شوی دی.

حنا رباني کهر زیاته کړه چې د هغه طریقه کار مطابق به د ارزونې لپاره یو تخنیکي ډله پاکستان ته لېږل کېږي.

هغې وویل: "زموږ پوره هڅه ده چې دا ډله د ۲۰۲۲م تر اکتوبر غونډې وړاندې خپل کار سر ته ورسوي او موږ هغوی ته د پوره همکارۍ باور ورکړی دی، او په اکتوبر کې به له خړ لېسټ څخه زموږ د وتلو پروسته سر ته ورسېږي."

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خوا دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې د پاکستان د حکومت په وینا، ملک له جدي اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

اوس پوښتنه دا ده چې که دا پرمختګ وبلل شي هم نو د پاکستان لپاره یې ارزښت څه دی؟

د اقتصادي چارو پوه ډاکټر معراج الحق مشال راډیو ته وویل، دا په لوړه او نړیواله کچه د پاکستان لپاره ښه خبر دی خو د ده په وینا، پر عام ولس به یې په سمدستي توګه څه خاص اثرات نه وي. ده زیاته کړه چې له خړ لېسټ څخه د وتلو به لویه ګټه په ځانګړې توګه په پاکستان کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.

هغه وویل: "که پانګوال دي، که اخیستونکي دي‌ او که خرڅوونکي او که بهر مېشتي پاکستانیان دي، دا د هغوی پر تجارتي هلو ځلو ښه اثرات کولای شي او بل زموږ پانګونې ته ضرورت دی، له دې سره به د ملک دننه او بهر پانګوال وهڅېږي‌ او په اقتصادي هلو ځلو کې به تېزي راشي."

ټاکل شوې چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې بله ناسته د روان کال په اکتوبر کې وشي.

پاکستان په ۲۰۱۸م کال په مې کې له دې کبله په خړ لېسټ کې اچول شوی وو چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له ۴۰ سپارښتنو څخه يوازې پر ۱۳ عمل کولو.

فاینانشل ایکشن ټاسک فورس په نوم دا اداره په ۱۹۸۹ز کال کې جوړه شوې چې ۳۹ هېوادونه یې غړي دي چې اوسمهال یې مشري چين کوي. دا اداره بینکونه او نړیوالې ادارې په خړلېسټ کې شاملو هیوادونو ته د پورونو د نه ورکولو سپارښتنه کوي. دا هغه هیوادونه وي چې د ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو د سپینولو یا مینځلو په برخه کې یې د فعالیتونو کلکه څارنه کېږي.
د اېف ای ټي اېف په خړ لیسټ کې ۲۵ هېوادونه او په تور لېسټ کې شمالي کوریا او ایران شامل دي.

XS
SM
MD
LG