د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنا رباني کر د اېف اې ټي اېف غونډه کې د پاکستان استازیتوب کوي


پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په خړ لېسټ کې دی - د اېف اې ټي اېف د پخوانۍ غونډې انځور.
پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په خړ لېسټ کې دی - د اېف اې ټي اېف د پخوانۍ غونډې انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو ریاستي وزیره حنا رباني کر په جرمني کې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشنل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) په عمومي غونډه کې د خپل هېواد د پلاوي مشري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد د اېف اې ټي اېف د څار له خړ لېسټه د وتلو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

دولتي راډیو د جون پر ۱۴مه د بهرنیو چارو وزارت بیان په حواله ویلي چې د پاکستان پلاوی د برلېن په څلور ورځنۍ غونډه کې د ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو سپینولو مخنیوي په برخه کې د خپل پرمختګ تفصیل ورکوي.

د جون له ۱۴مې څخه تر ۱۷مې پورې په عمومي غونډه کې د اېف اې ټي اېف د نړیوالې همکارۍ د بیاکتنې ډلې (ای سي ار جي) وړاندیزونو ته بیا کتنه کېږي.

دولتي راډیو وايي، حنا رباني کر چې د پاکستان د ملي اقدام د همغږۍ د کمېټۍ مشره هم ده، به په غونډه کې د تورو پیسو سپینولو او د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي په لړ کې د خپل حکومت پر ژمنیتا ټینګار وکړي.

پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) په خړ لېسټ کې دی.

هغې ادارې د مارچ په پیل کې تر عمومي غونډې وروسته ویلي ول چې پاکستان لا هم د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی نو ځکه یې په خړ لېسټ کې ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG