د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي کمېشن اوکراین او مالدووا ته د نوماندۍ حیثیت ورکولو سپارښتنه کوي


د اروپايي پارلېمان د ودانۍ مخې ته د اوکراين او اروپايي اتحاديې بيرغون رپيږي ــ انځور له ارشيفه
د اروپايي پارلېمان د ودانۍ مخې ته د اوکراين او اروپايي اتحاديې بيرغون رپيږي ــ انځور له ارشيفه

تمه ده اروپايي کمېشن اوکراین او مالدووا ته د اروپايي اتحاديې د نوماندۍ حیثیت ورکولو سپارښتنه وکړي.

دا تر هغه یوه ورځ وروسته ده چې د څلورو اروپایي هېوادونو مشرانو د روسيې د بلا اشتعاله یرغل پر وړاندې کییف ته په خپل سفر کې په اروپایي اتحاديه کې د اوکراین د ورګډېدو ملاتړ اعلان کړ.

د اروپایي کمېشن د مشرې اورسولا فن دېر لېین په مشرۍ کې د اروپایي اتحاديې په یوه غونډه کې تمه ده چې د اوکراین، جارجیا او مالدووا لخوا د غړیتوب د ورکړل شويو درخواستونو جاج واخلي.

دا خبره د مشال راډيو مرکزي څانګې ته ځینو سرچینو کړې چې کییف او کیشیناو ته به منظوري تر لاسه شي او جارجیا ته به د ځینو مخصوصو شرایطو تر پوره کېدو وروسته د نوماندۍ حیثیت ترلاسه شي.

دا پرېکړه به د اروپایي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه تاییدوي خو تر دې وړاندې په اروپايي اتحاديه کې د نوماندۍ حیثیت پر ورکولو دومره ژر پرېکړه نه ده شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG