د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخوانۍ فاټا سېنېټرانو چوکۍ دې پر څلور واړو صوبو ووېشل شي: سنځراڼی


د پاکستان سېنېټ چېرمېن صادق سنځراڼی
د پاکستان سېنېټ چېرمېن صادق سنځراڼی

د پاکستان سېنېټ چېرمېن صادق سنځراڼي ويلي دي د پخوانۍ فاټا د اته سېنېټرانو موده به په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کې ختمېږي نو پکار ده چې اته سېنېټران دې په څلور واړو صوبو ووېشل شي چې د سېنېټ ممبرانو شمېره پر خپلځای پاتې شي.

نوموړي د سېنېټ قانون او انصاف قايمه کمېټۍ مشر سېنېټر جاوېد عباسي په نوم ليکلي خط کې ويلي دي په ۲۵م اييني ترميم کې ويل شوي دي چې د قبايلي ضلعو اته سېنېټران به خپله موده پوره کولو وروسته ريټايرډېږي او قبايلي ضلعو لپاره مختص اته سېنېټرانو په چوکېو بيا انتخابات نشي کېدلی، چې له کبله به د سېنېټ ممبرانو شمېره بيا ۹۶ پاتې کېږي نو پکار ده چې دا اته چوکۍ دې په څلور واړو صوبو برابرې ووېشل شي چې د هرې صوبې د سېنېټرانو شمېره ۲۵ ته ورسي.

د ذکر ده چې دا مهال د سېنېټ ممبرانو شمېره ۱۰۴ ده چې پکې له هرې صوبې ۲۳، ۲۳ د پخوانۍ فاټا اته او له اسلام اباده څلور سېنېټران منتخب کړل شوي دي.

صادق سنځراڼي په خپل خط کې ويلي دي چې د قبايلي ضلعو د څلورو سېنېټرانو موده د ۲۰۲۱ م کال په مارچ مياشت کې او د پاتې ۴ سېنېټرانو موده د ۲۰۲۴م کال په مارچ مياشت کې پوره کېږي نو ياده کمېټۍ دې پر دې معامله غور وکړي او اييني ترميم دې تجويز کړي.

خو د قبايلي ضلعو سېنېټران بيا وايي حکومت دې د يادو ضلعو د سېنېټرانو دا چوکۍ تر هغه وخته پر خپلځای وساتي چې په سيمو کې هغه شان ترقياتي کارونه و نه کړل شي چې له دوی سره یې وعده شوې ده.

د باجوړضلعې سره تعلق لرونکې سېنټر هداېت الله وايي دا به له حکومت سره چرته هم و نه مني چې د قبايلي ضلعو ته ترقي ورکولو پرته د يادو ضلعو د ولس غږ له سېنېټه ختم کړي.

د حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف سېنېټر سجاد توري بيا وايي د قبايلي ضلعو د موجوده او پخوانيو پارليماني استازیو غونډه یې رابللې ده او د متفقه فیصلې وروسته له حکومت سره به په دې لړ کې تماس نيسي.

د يادونې ده چې د پاکستان پارليمان د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ او پخواني صدرممنون حسېن د ۲۰۱۸ م کال مې مياشتې په اخره کې هغه اييني بدلون منظور کړ چې ورسره سم قبايلي سيمي د خیبر پښتونخوا برخه شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG