د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له زمبابوې د کرکټ بله لوبه وګټله


افغان لوبغاړي د زمبابوې د يو لوبغاړي اوټ کېدل لمانځي
افغان لوبغاړي د زمبابوې د يو لوبغاړي اوټ کېدل لمانځي

د افغانستان کرکټ ملي‌لوبډلې د ۳ پنځوس اووریزو لوبو د لړۍ په دوهمه سیالۍ کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه.

د جون په شپږمه په هرارې کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ زمبابوې وکړ او د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۲۲۸ رنزونه جوړ کړل. د افغانستان لخوا فرید احمد ۳، فضل حق فاروقي، راشد خان او محمد نبي دوه دوه ويکټې واخیستې.

افغان لوبډلې دا هدف په ۴۵م اوور کې د ۲ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. د افغانستان لخوا ځوان لوبغاړي، ابراهيم ځدراڼ تر ټولو ډېر ۱۲۰ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو. دا په پنځوس اووریزو کرکټ سیاليو کې د نوموړي لومړۍ سلیزه ده. هغه ټولې څلور نړیوالې ۵۰ اووریزې یا يو ورځنۍ لوبې کړې دي.

د دې سیاليو لومړۍ لوبه د جون په څلورمه شوې وه چې افغانستان وګټله. د دې لړۍ درېيمه او اخري لوبه به د جون په نهمه په هرارې کې کيږي.

دا د کرکټ نړيوالې شورا له خوا رامنځته شوې سوپر لیګ چوکاټ سیاليو لوبې دي. د دې چوکاټ لوبې چې د ۲۰۲۰ کال له جولای پیل او د ۲۰۲۳ کال تر مې مياشتې دوام کوي، پکې د کرکټ دولس بشپړ غړې لوبډلې او هالېنډ چې ايسوشېټ یا دوهمې کټګورۍ لوبډله ده، لوبېږي.

په پای کې به هغه اته لوبډلې چې تر ټولو ډېرې سيالۍ يې ګټلې وي د ۲۰۲۳ کال پنځوس اووریزو سیاليو نړيوال کپ ته چې په هند کې کيږي، ووځي. پاتې دوه ټېمونه به بیا د غوراوي یو بل دور ترسره کوي چې پکې به د دوهمې کټګورۍ له ټیمونو سره مخ کېږي.

افغانستان تر دې دمه د سوپر لیګ په سیالیو کې له ایرلېنډ او هالېنډ سیالۍ ګټلې خو د بنګله دېش په وړاندې لوبې ۲ – ۱ بایللې دي.

XS
SM
MD
LG