د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند پریمر لیګ: راجستان رويلز د ډهلي کيپيټلز سره لوبېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د هند په پريمير ليګ ۲۰ اووريزه کرکټ سیاليوو کې نن (د مې په يوولسمه) راجستان رويلز د ډهلي کيپيټلز په وړاندې لوبيږي.

په ممبۍ کې کېدونکې دا سیالي، د پېښور په وخت ماښام ۷ بجې پيليږي.

د مې په ۱۰مه د دې لوبو په يوه بله سیالۍ کې ګجرات ټايټنز لکنو سپر جاینټس ته ماتې ورکړه. ګجرات لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۴ رنزونه جوړ کړل. په ځواب کې یې د لکنو ټوله لوبډله په ۱۴م اوور کې د ۸۲ رنزونو په جوړولو اوټ شوه.

د ګجرات ټايټنز افغان لوبغاړي، راشد خان څلور ويکټې واخیستې خو د لوبې غوره لوبغاړی د همدې لوبډلې شوبمن ګيل ونومول شو. ګيل په ۴۹ بالونو ۶۲ رنزونه کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG