د لاسرسي ځای

تازه خبر

مهيندر سينګ دهوني بيا د چنای سپر کينګز کپتان شو


جدېجا د لوبډلې مشري ميهندرسينګ دهوني ته پرېښې
جدېجا د لوبډلې مشري ميهندرسينګ دهوني ته پرېښې

رويندرا جدېجا د هند په پرېميیر ليګ شل اووریزه کرکټ سیاليو کې لوبېدونکې لوبډلې، چنای سپرکينګز له مشرۍ لاس واخیست.

هغه خپله کپتاني مهیندر سینګ دهوني‌ته پرېښوده. جدېجا د ۲۰۲۲ کال روانو ايي پي ايل سياليو لپاره تر هغې وروسته د چنای سپر کينګز مشر شو کله چې دهوني له لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه.

د دې لوبډلې لخوا د اپريل په ۳۰مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې جدېجا غواړي په خپله لوبه پام زیات کړي نو ځکه نوره کپتاني نه کوي. جدېجا د هند مشهور ال راونډر لوبغاړی دی چې په روان ټورنمنټ کې یې د چنای سپر کينګز په ۸ لوبو کې مشري وکړه.

مهيندر سینګ دهوني څو کلونه د هند د ملي‌لوبډلې مشر پاتې شوی خو اوس یې له نړيوال کرکټ سره مخه ښه کړې او يوازې په ايي پي ايل کې لوبيږي. د نوموړي تر مشرۍ لاندې هند څو نړيوال کرکټ جامونه هم ګټلي‌دي.

په ايي پي ايل سيايلو کې نن (د مې په لومړۍ نېټه) دوه لوبې کېږي. لومړۍ د دلي کيپېټلس او لکنو سپر جاینټس ترمنځ مقابله او دوېمه لوبه د سنرایزر حيدراباد او چينايي سپر کنګز ترمنځ ده.

د اپريل په ۳۰مه شوې سيالۍ کې ممبی انډينز راجستان رايلز ته په پنځو وکټو ماتي ورکړه.

دا وخت په پواينټ ټيبل ګجرات ټايټنز په لومړي نمبر، راجستان رايلز په دوېم نمبر، په درېم نمبر لکنو سپر جاینټس او په څلورم نمبر سنرایزر حيدراباد دي.

د هند پرېميير ليګ شل اووریزو سياليو فاینل به د مې په ۲۹مه د ګجرات په احمد اباد کې کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG