د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ ملي لوبډله له زېمبابوې سره یو ورځنۍ او ۲۰ اووريزې سيالۍ کوي


افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۵مه له کابله د زېمبابوې پر لوري روانه شوه.
افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۵مه له کابله د زېمبابوې پر لوري روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له کابله زېمبابوې ته روانه شوې چې له هغه هېواد سره په بېلابېلو سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د مې پر ۲۵مه د لوبډلې تر روانېدو وړاندې مشال راډیو ته ويلي چې افغان لوبډله به له زېمبابوې سره درې یو ورځنۍ يا ۵۰ اووريزې او درې ۲۰ اووريزې سیالۍ وکړي.

د نوموړي په وینا، د دواړو لوبډلو سیالۍ د راتلونکې جون مياشتې پر څلورمه نېټه پیلېږي.

ټاکل شوې چې تر نړيوالو سياليو وړاندې افغان لوبډله په زېمبابوې کې تمریني لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ روانه اوونۍ له زېمبابوې سره د یو ورځنیو او ۲۰ اووريزو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر به حشمت الله شهیدي او د ۲۰ اووريزو سیالیو هغه به محمد نبي وي.

تر زېمبابوې مخکې افغان لوبډله د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې بنګلادېش ته تللې وه او هلته یې له کوربه هېواد سره درې یو ورځنۍ او دوه ۲۰ اووریزې سیالۍ وکړې.

افغان لوبډلې له ۵۰ اووریزه سیالیو څخه یوه ګټلې وه او دوه یې بایللې وې. هغې لوبډلې همداراز، له دوو څخه یوه ۲۰ اووریزه سیالي ګټلې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي، ټاکل شوې چې ملي لوبډله په اګست کې په ایرلینډ کې له کوربه هېواد سره پینځه ۲۰ اووریزه سیالۍ وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG