د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي په کابل کې یې ۲۰۰۰ کسان د جرمونو په تور نيولي دي


طالب وسله وال په کابل کې (انخور له ارشيفه)
طالب وسله وال په کابل کې (انخور له ارشيفه)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په کابل کې یې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور د جون پر پنځمه يوې خبري غونډې ته وويل چې دا کسان ډېرى د جنايي جرمونو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

د ټکور په وينا، له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه وسلې او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG