د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقونو سازمانونه: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دې د افغان ښځو پر وضعیت بحث وکړي


کابل کې یوشمېر ښځې د حجاب اجباري کېدو فرمان ضد د مظاهرې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د مې ۱۰مې انځور.
کابل کې یوشمېر ښځې د حجاب اجباري کېدو فرمان ضد د مظاهرې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د مې ۱۰مې انځور.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) په ګډون د ښځو د حقونو د دفاع ۲۴ ټولنو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي چې په خپله راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو د ناوړه وضعیت په اړه بیړنی بحث وکړي.

سازمان د جون پر لومړۍ نېټه پر خپله ووبپاڼه ویلي چې د مې پر ۲۵مه یې د یو پرانیستي لیک له لارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې په خپله ۵۰مه غونډه کې دې د افغان ښځو پر حالت وغږېږي.

ټاکل شوې چې د بشري حقونو د شورا ۵۰مه غونډه د جون پر ۱۳مه پیل شي.

سازمان او نورو ټولنو د افغان ښځو وضعیت په بېساري ډول خراب بللی دی او ویلي یې دي چې په هېڅ هېواد کې ښځې د افغانستان په څېر له حقونو بې برخې نه دي.

په لیک کې راغلي چې په غونډه کې د افغانستان د ښځو د حقونو د سرغړونو غندنه وکړي، په هغه هېواد کې دې د ښځو، نجونو او د حقونو له فعالانو سره د مرستې او خواخوږۍ څرګندونه وکړي او ورته دې د خپلو نظرونو او تجربو د شریکولو موقع ورکړي.

په لیک کې غوښتنه شوې چې په ملګرو ملتونو کې له افغان ښځو او نجونو سره د توپیرپالنې د کاري ډلې استازي دې وروغواړي چې افغانستان ته د خپل سفر په اړه معلومات په ډاګه کړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ سازمان ملاله فنډ په ګډون د مدني ټولنې او د حقونو یوشمېر سازمانونو دا لیک پر داسې مهال لیکلی چې طالبانو د تېر کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پر ښځو محدودیتونو او بندیزونو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو د دې لیک په غبرګون څه نه دي ویلي خو وايي، په افغانستان کې په "شرعي چوکاټ" کې د ښځو حقونو ته ژمن دي البته دا چوکاټ یې نه دی تشریح کړی.

طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پر ښځو یې حجاب اجباري کړی دی. طالبان وايي، د نجونو د ښوونځیو پرانیستو په اړه یې بحثونه پیل کړي دي او ژر به په دې اړه پرېکړه وکړي.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په دې لړ کې یې یوشمېر شرطونه ایښي دي چې پکې د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړې باوري کول شامل دي.

XS
SM
MD
LG