د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نرښځیانو تحفظ لپاره قانوني مسودې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې شوې


د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف غړې اسیه خټک د عوامي نېشنل ګوند غړې شګفته ملک په مرسته دوه بلونه د جون په پیل کې وړاندې کړي دي.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف غړې اسیه خټک د عوامي نېشنل ګوند غړې شګفته ملک په مرسته دوه بلونه د جون په پیل کې وړاندې کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د خوندیتوب لپاره قانوني مسودې صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې شوې دي.

دا بلونه د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف غړې اسیه خټک د عوامي نېشنل ګوند غړې شګفته ملک په مرسته د جون په پیل کې وړاندې کړي دي.

په دې مسودو کې یوه "خیبر پښتونخوا ټرانسجینډر اینډ انټرسکس پرسنز، ویلفئیر، ایمپاورمنټ اینډ پروټیکشن رائیټس ایکټ ۲۰۲۲ " نومېږي.

دویمې مسودې ته د " خیبر پښتونخوا ټرانسجینډر پرسنز اینډومنټ فنډ بل ۲۰۲۲ " نوم ورکړل شوی دی.

په دې مسودو کې غوښتنه شوې ده چې د نرښځیانو تحفظ دی وشي او دوی دې بااختیاره کړل شي.

په مسوده کې دا هم ویل شوي‌ چې دوی ته دې ډرایونګ لایسنس ورکړل شي او هم دې له قانون سره سم د حکومت لخوا د خپل روزګار پیلولو لپاره مالي مرستې ورسره وشي.

شګفته ملک د جون په څلورمه مشال راډیو ته وویل چې دوی د بل په تیاري کې د نرښځیانو او ځینو هغه سرکاري او غیر سرکاري ادارو نظر هم اخیستی چې د نرښځیانو د حقونو لپاره کار کوي.

نوموړې خوشبینه ده چې که دا قانون منظور شي نو د نرښځیانو د ژوند خوندیتوب سره سره به هغوی ته د پاکستان له ایین سره سم ټول حقونه ورکړل شي.

دې وویل، " د نادرا محکمې لخوا د خواجه سرا (نرښځي) په نوم شناختي کارډ اخیستونکي به د مراعاتو اهل وي، دوی به پرې ډرایونګ لایسنس او نور سهولتونه هم اخیستلای شي."

په دې مسودو کې زیاته شوې چې نرښځیانو ته دې د ۱۸ کالو تر عمر وروسته دا حق ورکړل شي چې هغوی د قانون له مخې خپل ځان پخپله ټرانس مانا نرښځی وبلی.

د دې تر څنګ دا غوښتنه هم شوې چې د نرښځیانو لپاره دې په روغتونو او تاڼو کې ځانګړي ځایونه جوړ کړل شي.

له سوالګرۍ تر وکالته: د پاکستان لومړني نرښځي وکيل سخت سفر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

د مانسهرې اوسېدونکی نادره خان نومي یو نرښځی د خیبر پښتونخوا د ځوانانو اسمبلۍ غړی دی.

هغه د جون پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې دوی ته د ژوند حق لومړی له خپله کوره نه دی ورکړل شوی نو دا به د ده په وینا،‌ څنګه ممکنه شي چې ټولنه دې د دوی حقونه ومني؟

ده وویل چې له نورو خلکو د یو ځای پنځه زره اخیستل کېږي او له دوی لس زره اخیستل کېږي کوم چې د ده په وینا ډېر لوی ظلم دی.

ده وویل چې لومړی باید ورته د سرپنا بندوبست وشي او بیا دې ورته نور حقونه هم ورکړل شي.

شګفته ملک مشال راډیو ته وویل چې نرښځیان او یا عام خلک که چېرې د دوی په وړاندې کړو مسودو کې اضافه کول غواړي نو دوی ته دې ولیکي.

XS
SM
MD
LG