د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نرښځیانو وژونکي ولې له زندانه بیرته راووځي؟


په ۲۰۱۶م کال کې د خيبر پښتونخوا حکومت د نرښځیانو د تحفظ لپاره د هرې ضلعې په کچه پولیس پروټيکشن کميټۍ جوړې کړې وې.
په ۲۰۱۶م کال کې د خيبر پښتونخوا حکومت د نرښځیانو د تحفظ لپاره د هرې ضلعې په کچه پولیس پروټيکشن کميټۍ جوړې کړې وې.

د خیبر پښتونخوا د مردان پولیس وايي چې د نرښځي مبشر سيد عرف کالجي په وژنه ککړ کسان يې نيولي او د جولايي پر ۱۰مه يې ځايي عدالت ته وړاندي کړي دي.

مبشر سيد عرف کالجي د جولايي پر نهمه شپه د تخت بهايي په سري بهلول سیمه کې د موسيقۍ د يو محفل پر مهال په ډزو وژل شوی وو.

د مردان د ساړو شاه تاڼې ایس ايچ او زبیر خان د جولايي پر ۱۰مه مشال راډيو ته وویل چې په وژنه کې له ککړو درو کسانو څخه یې دوه نیولي دي.

ده وویل، "موږ د بلاول او جان عالم په نامه دوه کسان د جولايي په نهمه نيولي دي ، د نیولو نه پس د عدالت وخت ختم وو نو ځکه مو د جولايي په ۱۰مه د جسماني ريمانډ او نورو پلټنو لپاره عدالت ته وړاندې کړل."

د ده په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې کسانو او د وژل شوي مبشر سيد عرف کالجي تر منځ له وړاندې تعلوقات وو.

زبېر خان وویل، "د دې وژنې تر شاه نور معلومات اوس نشته ځکه مو د نورو پلټنو لپاره له عدالته درې ورځې ریمانډ واخستو."

د نرښځیانو ټولنې د خير ښېګړې تنظيم - منزل فاونډيشن - وايي د مبشر سيد یا کالجي وژنې سره په تيرو څلورو کالو کې په خيبر پښتونخوا کې د وژل شوو نرښځیانو شمیر ۸۰ ته رسیدلی دی.

د دې سازمان مشره ميډم ارزو خان وايي چې که څه هم د ډيرو وژنو ذمه وار نيول شوي خو د سزا نه بچ شوي او اوس هم ازاد ګرځي.

مېډم ارزو زیاته کړه، " که څه هم موږ دغه قاتلين زندانونو ته واستوو خو بیا د دوی کورنۍ هغوي سره روغه وکړي او بیا میاشت یا شل ورځې پس هغه کس واپس له زندانه راووځي نو د دې له کبله په نرښځیانو کې سخته وېره ده ځکه اوس هغوي داسې قضيې پرمخ نه وړي."

په ۲۰۱۶م کال کې د خيبر پښتونخوا حکومت د نرښځیانو د تحفظ لپاره د هرې ضلعې په کچه پولیس پروټيکشن کميټۍ جوړې کړې وې.

د دې کميټیو د قاعدو او ضابطو له مخې چې کله هم یو نرښځی د موسيقۍ کوم محفل ته بلل کيږي نو د هغه سیمې پولیس تاڼه کې به د شخصي ضمانت وړاندې کولو نه پس محفل ته ځي.

په پېښور کې د داسې کميټۍ یو غړي تيمور کمال د جولايي په لسمه مشال راډيو ته وويل چې دا تشه په نامه کميټۍ ده او له کلونو راهسې یې ابتدايي غونډې هم نه دي شوي.

ده وویل، "موږ په بیا بیا دا غوښتنه کړې چې د پوليسو صوبايي مشر دې د دې قاعدو عملي کولو سرکاري حکم نامه جاري کړي او چې په کومو سیمو کې نرښځیان اوسیږي د هغه سیمې پولیس دې پابند کړي چې هر نرښځي‌ به دا قاعدې مني."

خو د غیر حکومتي ادارې - بلیو وينز - د خيبر پښتونخوا مشر قمر نسیم د نرښځیانو د وژنې تر شاه يو بل سبب ته په اشارې وايي چې دا ټولې پیښې هغو نرښځیانو سره شوي چې له خطرې ډک ماحول کې ژوند کوي.

ده وویل،‌ " چې کوم نرښځیان په کورونو کې وي ،هغوي ته د کوټکي خواجه سراه وايي ، دوي نڅا نه کوي او جنسي کړنو کې ملوث نه وي ، په هغوي کې د دا ډول پیښو تناسب د صفر برابر دی خو چې کوم خواجه سراه د جنسي کړنو ، نڅاګانو او جسم فروشۍ په کارونو کې ملوث دي، دا ټول واقعات هغوي سر شوي دي."

د پيښور پوليسو مشر ياسر اپريدي د جولايي پر لسمه له مشال راډیو سره په خبرو کې ومنله چې د دې وژنو زمه وار ځکه د سزا نه بچ کیږي چې د پيسو په وسیله شوې راضي نامې عدالتونو ته وښودل شي.

د منزل فاونډیشن مشره ميډم ارزو خان وايي چې دا مهال خواجه سراه ټولنه د نورو وختونو پرتله د سخت ګواښ سره مخ ده او د روزانه په بنیاد د خواجه سراوو د تښتونو ، ځورونو ، او قلنګونو پیښې کېږي.

XS
SM
MD
LG