د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د پوځ يو سرتېری وژل شوی


د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پوځ سرتېري ګزمه کوي ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان په قبايلي سيمو کې د پوځ سرتېري ګزمه کوي ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ وايي، ناڅرګنده وسله والو د جون پر دویمه ناوخته د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د هغوی پر امنیتي پوستې برید کړی چې په نتیجه کې یې د پوځ یو سرتېری وژل شوی دی.

د پوځ مطبوعاتي ادارې د جون پر دویمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې وژل شوی سرتېری حامد علي نومېده. پوځ وايي، د هغوی سرتېرو هم پر وسله والو ځوابي ډزې کړې او وروسته يې د لټون عملیات ترسره کړې دي خو د کوم وسله وال د وژلو، ژوبلولو یا نیولو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یادې پېښې مسوولیت تر دې مهاله چا نه دی قبول کړی.

په دته خېلو کې پر پاکستانۍ امنیتي پوسته دا برید پر داسې مهال شوی چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له اسلام اباد سره د اوربند موده تر نامعلومه وخته پورې غځولې ده او د افغان طالبانو په منځګړیتوب په کابل کې له پاکستانيو چارواکو، پارلېماني غړيو او قبايلي مخورو سره د سولې خبرې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG